ما وویل: «ای د الله رسوله! زه له چا سره ښه چلند وکړم؟»…

ما وویل: «ای د الله رسوله! زه له چا سره ښه چلند وکړم؟» رسول الله ﷺ وفرمایل: «له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، وروسته له خپل پلار سره، بیا له هغو سره چې نږدې وي، په ترتیب سره نږدې کسان

له بهز بن حکیم څخه روایت دي، هغه له خپل پلا او هغه له خپل نیکه څخه روایتوي وایي چې: ما وویل: «ای د الله رسوله! زه له چا سره ښه چلند وکړم؟» رسول الله ﷺ وفرمایل: «له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، وروسته له خپل پلار سره، بیا له هغو سره چې نږدې وي، په ترتیب سره نږدې کسان.»

[حسن]

الشرح

نبي ﷺ څرګنده کړه چې تر ټولو زیات د نېکۍ، احسان، ښه چلند، نرمې رویې، او ښې ملګرتیا مستحقه لومړۍ مور ده. ده د نورو په پرتله د مور پر حق درې ځلې ټینګار وکړ، تر څو وښيي چې د مور مقام او فضیلت له استثناء پرته له ټولو خلکو لوړ دی. بیا نبي ﷺ څرګنده کړه چې د مور وروسته څوک حقدار دی چې نیکي ورسره وشي، ویې فرمایل: بیا پلار، بیا نږدې خپلوان، بیا هغه څوک چې تر نورو په خپلوئ کې نږدې وي ( یعنې هر څومره چې څوک د خپلولي له پلوه نږدې وي، هماغومره د اړیکې او نېکۍ زیات مستحق دی).

فوائد الحديث

په حدیث کې مور لومړیتوب لري، وروسته پلار، او بیا نږدې خپلوان، د دوی د خپلولۍ د درجې په اندازه.

دا حدیث د والدینو مقام او په ځانګړې توګه د مور مرتبه څرګندوي.

په دې حدیث کې درې ځلې د مور سره د نېکۍ یادونه تکرار شوې ده، ځکه چې پر اولاد لویه حقداره ده، او د هغو ډېرو زحمتونو او سختۍ له امله چې زغملي یې دي — د حمل (حامله کېدو)، زېږون، او شیدو ورکولو پر مهال — چې دا ټول یوازې مور تېروي او وروسته د روزنې په برخه کې بیا له پلار سره شریکه وي.

التصنيفات

د مور او پلار سره د نیکۍ کولو فضیلتونه