مَنِ اسْتَطَاعَ البَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ، فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ، وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ، فَإِنَّهُ لَهُ…

مَنِ اسْتَطَاعَ البَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ، فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ، وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ، فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ». "څوک چې (د کوروالي)وړتیا ولري نو واده دې وکړي، ځکه چې دا (کار) د سترګو د حفاظت او شرمګاه د ساتلو لپاره غوره دی، او څوک چې توان نه لري، نو روژه دې ونيسي، ځکه دا ورته (شهوت پرې کوونکې)ده

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، نو ویې فرمایل: «مَنِ اسْتَطَاعَ البَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ، فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ، وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ، فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ». "څوک چې (د کوروالي)وړتیا ولري نو واده دې وکړي، ځکه چې دا (کار) د سترګو د حفاظت او شرمګاه د ساتلو لپاره غوره دی، او څوک چې توان نه لري، نو روژه دې ونيسي، ځکه دا ورته (شهوت پرې کوونکې)ده".

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه کسان واده کولو ته هڅولي چې د جماع کولو توان ولري او د واده لګښتونه پرې کړای شي؛ ځکه پدې سره یې سترګې له حرامو ساتل کیږي او عفت یې هم ساتل کیږي، او په بد کاریو له اخته کېدو څخه یې مخنیوی کوي. او څوک چې د واده کولو له بار څخه نه شي وتلی او د کوروالي وړتیا ولري نو روژه دې ونیسي، ځکه روژه د شرمګاه شهوت او د منیو شر پرې کوي.

فوائد الحديث

د عفت اسبابو ته د اسلام لیوالتیا او له بې حیایۍ څخه یې پر خوندیتوب ټېنګار.

پر هغه چا د روژې نیولو ټېنګار چې د واده له بار څخه نه شي وتلی، ځکه چې روژه نیول شهوت کمزوری کوي.

د روژې په نیولو سره د خصي کېدلو د تشبیه لامل دا دی چې څوک خصي شي نو شهوت یې پرې کیږي او روژه هم د کوروالي لپاره شهوت کمزوری کوي.

التصنيفات

د روژې فضیلت, د نکاح فضیلت