أَحَقُّ الشُّرُوطِ أَنْ تُوفُوا بِهِ مَا اسْتَحْلَلْتُمْ بِهِ الْفُرُوجَ».…

أَحَقُّ الشُّرُوطِ أَنْ تُوفُوا بِهِ مَا اسْتَحْلَلْتُمْ بِهِ الْفُرُوجَ». "په شرطونو کې تر ټولو حقدار شرط چې باید وفا پرې وشي هغه دی په کوم سره چې تاسو د ځان لپاره شرمګاوې (ښځې) حلالې ګرځولي دي (نکاح)

له عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أَحَقُّ الشُّرُوطِ أَنْ تُوفُوا بِهِ مَا اسْتَحْلَلْتُمْ بِهِ الْفُرُوجَ». "په شرطونو کې تر ټولو حقدار شرط چې باید وفا پرې وشي هغه دی په کوم سره چې تاسو د ځان لپاره شرمګاوې (ښځې) حلالې ګرځولي دي (نکاح)."

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چې په شرطونو کې تر ټولو زیات حقدار هغه دي چې باید وفا پرې وشي، په کوم سره چې له ښځې څخه استمتاع (خوند اخیستل) روا شوي دي، او دا هغه روا شرطونه دي چې د نکاح د تړون پر مهال یې ښځه غوښتنه کوي.

فوائد الحديث

د هغو شرطونو پوره کول واجب دي چې (د نکاح د تړون پر مهال) یې ښځه او خاوند یو پر بل ږدي، مګر هغه شرطونه چې حلال حرام ، او حرام حلال وګرځوي.

د واده د شرطونو په پوره کولو د نورو په پرتله زیات ټینګار شوی، ځکه چې دا د شرمګاوو د روا کېدو په بدل کې دي.

په اسلام کې د نکاح د حیثیت عظمت، ځکه چې د شرطونو په پوره کولو یې ډېر ټینګار کړی دی.

التصنيفات

په نکاح کې شرطونه