مَنْ قَالَ بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الْأَرْضِ، وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، لَمْ…

مَنْ قَالَ بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الْأَرْضِ، وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ، حَتَّى يُصْبِحَ

له ابان بن عثمان څخه روایت دی وایي چې ما له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه اورېدلي چې ویل یې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «مَنْ قَالَ بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الْأَرْضِ، وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ، حَتَّى يُصْبِحَ، وَمَنْ قَالَهَا حِينَ يُصْبِحُ ثَلَاثُ مَرَّاتٍ، لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ حَتَّى يُمْسِيَ»، «چا چې درې ځلې: بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الْأَرْضِ، وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، وویل، پر هغه به تر سهاره پورې هېڅ ناڅاپي آفت نه راځي، او چاچې سهار مهال درې ځلې وویل: نو پر هغه به بیګا پورې هېڅ ناڅاپي آفت نه راځي، وایې: نو أبان بن عثمان فالج وواهه، بیا به هغه سړي ورته کتل چې دا حدیث یې ترې اورېدلی و، نو هغه ورته وویل: څه دي چې ماته راګورې؟ قسم په الله که ما پر عثمان دروغ ویلي وي، او نه عثمان په پېغمبر صلی الله علیه وسلم دروغ ویلي دي، خو په کومه ورځ چې دا څه راورسېدل چې رارسېدلي دي په هغه ورځ غصه شوی وم او د دې دعا ویل راڅخه هېر شوي و.

[صحيح]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته او د هرې شپې په ماښام کې له لمر لوېدو مخکې درې ځلې (بسم الله) ووايي: یعنې د الله په نوم مرسته غواړم او ځان پرې له هر ضرري څیز څخه ساتم، هغه ذات چې له نوم سره یې هېڅ شی ضرر نه شي رسولی که څه هم هر څومره لوی وي؛ نه په ځمکه کې او هغه آفتونه چې ترې راوځي او نه په اسمان کې او هغه آفتونه چې ترې رانازلېږي، او هغه زمونږ ویناوو لره اورېدوکی او په احوالو مو پوه دی. . چا چې دا دعا د شپې له خوا وویله نو تر سهاره به ورته هېڅ آفت نه رسیږي، او چا چې د سهار له خوا وویله نو تر بېګا پوری به ورته هېڅ آفت نه رسیږي. نو د حدیث راوي چې أبان بن عثمان دی فالج وواهه؛ هغه ناروغي چې د بدن یو اړخ پکې لوېږي، نو هغه سړي چې دا حدیث یې له أبان څخه اورېدلی و أبان ته به یې په تعجب سره کتل! نو هغه سړي وویل: ولې راګورې؟! قسم په الله چې پر عثمان مې دروغ نه دي ویلي، او نه عثمان پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم دروغ ویلي دي، خو په کومه ورځ چې دا څه راورسېدل چې الله راته لیکلي و، داسې ورځ وه چې زه غصه شوی وم، نو راڅخه هېر شول چې دا یاد اذکار ووایم.

فوائد الحديث

سهار او بېګا مهال د دې ذکر ویل مستحب دي؛ تر څو انسان د الله تعالی په اذن د هغه په حفاظت کې وساتل شي، او د دې لپاره چې د ناڅاپی شر، ضرر او داسې نورو څخه یې الله تعالی وساتي.

پر الله تعالی د لومړنیو سلفو د ایمان پیاوړتیا او د هغه څه باورول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې خبر کړي وو.

د سهار او ماښام پورې د ذکر د محدودولو یوه ګټه دا ده چې د مسلمان غفلت له منځه یوسي او په دوامداره توګه هغه ته یادونه وکړي چې هغه د الله بنده ده.

په الله جل جلاله د ذکر کوونکي د ايمان، عاجزۍ او د زړه د حضور په اندازه، په اخلاص او يقين سره د ذکر اثر خامخا حاصليږي.

التصنيفات

د سهار او بیګا ادبونه