إعدادات العرض
ما مِنْ أحَدٍ يُسلِّمُ علي إلا ردَّ اللهُ عليَّ رُوحي حتى أردَّ عليه السَّلامَ».…
ما مِنْ أحَدٍ يُسلِّمُ علي إلا ردَّ اللهُ عليَّ رُوحي حتى أردَّ عليه السَّلامَ». «هېڅوک پر ما سلام نه اچوي مګر دا چې الله تعالی ماته زما روح راګرځوي چې زه ورته ځواب ورکړم
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ما مِنْ أحَدٍ يُسلِّمُ علي إلا ردَّ اللهُ عليَّ رُوحي حتى أردَّ عليه السَّلامَ». «هېڅوک پر ما سلام نه اچوي مګر دا چې الله تعالی ماته زما روح راګرځوي چې زه ورته ځواب ورکړم».
[إسناد يې حسن دی]
الترجمة
العربية Bosanski English فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Español Hausa Kurdî Português සිංහල Nederlands অসমীয়া Tiếng Việt Kiswahili ગુજરાતી አማርኛ ไทย Română മലയാളം Deutsch Oromoo नेपालीالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هغه ته یې روح بېرته ورګرځول کېږي چې هر هغه چا ته ځواب ورکړي چې سلام یې پرې اچولی دی؛ برابره خبره ده که هغه شخص لرې وي یا نږدې؛ نو د برزخ ژوند یوه غیبي چاره ده چې په حقیقت یې یوازې یو الله پوهېږي، او هغه پر هر څه قادر دی.فوائد الحديث
په رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیات درود او سلام ویلو ټینګار.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند د هغه په قبر کې تر ټولو بشپړ ژوند دی چې یو انسان یې په برزخ کې تېروي، نو په حقیقت یې یوازې یو الله پوهېږي.
دا حدېث د هغه چا لپاره دلیل نه دی چې وایې رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم داسې ژوندی دی لکه مونږ چې ژوندي یو، تر څو پرې مشرکان له هغه څخه د مرستې غوښتلو لپاره استدلال ونه کړي، بلکې هغه برزخي ژوند دی.
التصنيفات
نبوي ځانګړتیاوې