مَنْ حَلَفَ فَقَالَ فِي حَلِفِهِ: وَاللَّاتِ وَالعُزَّى، فَلْيَقُلْ: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَمَنْ قَالَ لِصَاحِبِهِ: تَعَالَ أُقَامِرْكَ، فَلْيَتَصَدَّقْ».…

مَنْ حَلَفَ فَقَالَ فِي حَلِفِهِ: وَاللَّاتِ وَالعُزَّى، فَلْيَقُلْ: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَمَنْ قَالَ لِصَاحِبِهِ: تَعَالَ أُقَامِرْكَ، فَلْيَتَصَدَّقْ». «څوک چې په لات او عزا قسم وخوري نو لا اله الا الله دې ووايي، او که څوک خپل ملګري ته ووايي چې راځه قمار بازي وکړو نو صدقه دې ورکړي

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ حَلَفَ فَقَالَ فِي حَلِفِهِ: وَاللَّاتِ وَالعُزَّى، فَلْيَقُلْ: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَمَنْ قَالَ لِصَاحِبِهِ: تَعَالَ أُقَامِرْكَ، فَلْيَتَصَدَّقْ». «څوک چې په لات او عزا قسم وخوري نو لا اله الا الله دې ووايي، او که څوک خپل ملګري ته ووايي چې راځه قمار بازي وکړو نو صدقه دې ورکړي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له الله تعالی پرته پر بل څه د قسم خوړلو په اړه خبرداری ورکړی؛ ځکه چې مؤمن یوازې په الله قسم کوي، او وايي چې څوک له الله پرته پر بل څه قسم وخوري د بېلګې په توګه: په لات او عُزا قسم وخوري - کوم چې دوه بُتان دي چې له اسلام څخه وړاندې یې په جاهلیت کې عبادت کېده، نو باید له خپل ځان سره ووايي چې: له الله پرته بل معبود نشته، نو پدې سره به له شرک څخه براءت وکړي او دا به یې د قسم کفاره شي. بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې څوک خپل ملګري ته ووايي چې: راځه قمار ووهو، او قمار دې ته وایي چې دوه يا څو كسان سره په پېسو قمار ووهي، نو چا چې جوارۍ وګټله پېسې د همغه شوې، نو د دوی دواړو حالت لدې خالي ندی چې یا به ګټه کوي او یا تاوان-؛ نو ورته مستحب دي چې یو شی خیرات کړي تر څو یې قمار وهلو ته د یو بل بلنه وبخښل شي.

فوائد الحديث

قسم یوازې په الله جل جلاله، د هغه په نومونو او صفتونو یادېږي.

له الله جل جلاله پرته پر بل څه قسم خوړل حرام دي، که هغه پر بُتانو قسم وي لکه لات، او عُزا یا په امانت او یا په پېغمبر او داسې نورو قسم یادول وي.

خطابي رحمه الله فرمايي: قسم يوازي پر لوی معبود کیږي، نو که چېرته یې پر لات او داسي نورو قسم وکړ د کافرانو سره یې مشابهت وکړ، نو امر ورته وشو چي د توحيد په کلمې سره يې لاندې کړي (کفاره کړي).

څوک چې له الله پرته پر بل څه قسم وکړي پر هغه د قسم کفاره نشته، بلکې پر هغه توبه او استغفار واجب دي؛ ځکه چې دا قسم له دې ډېر لوی دی چې له توبې پرته یې بل څه کفاره وګرځي.

قمار چې هر ډول وي حرام دی، او قمار له هغې جوارۍ څخه عبارت دی چې الله تعالی حرامه کړې او د شرابو او بتانو سره یې یو ځای ترې یادونه کړې ده.

کله چې یو څوک ګناه وکړي نو (په توبې) سره بېرته راګرځېدل پرې واجب دي.

څوک چې بدي وکړي باید په نیکۍ سره یې تعقیب کړي؛ ځکه ښه کارونه بدۍ له منځه وړي.

التصنيفات

لفظي ممانعتونه او د ژبې آفتونه