هیڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دوو کارونو ترمنځ د ټاکلو واک نه دی ورکړل شوی مګر دا چې د دواړو ترمنځه یې اسان غوره کړی دی، پدې شرط چې ګناه به نه وه، که چیرته به…

هیڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دوو کارونو ترمنځ د ټاکلو واک نه دی ورکړل شوی مګر دا چې د دواړو ترمنځه یې اسان غوره کړی دی، پدې شرط چې ګناه به نه وه، که چیرته به ګناه وه نو تر ټرلو لرې انسان به ترې دی و

له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: «هیڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دوو کارونو ترمنځ د ټاکلو واک نه دی ورکړل شوی مګر دا چې د دواړو ترمنځه یې اسان غوره کړی دی، پدې شرط چې ګناه به نه وه، که چیرته به ګناه وه نو تر ټرلو لرې انسان به ترې دی و، او هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم په هیڅ شي کې د ځان لپاره غچ نه دی اخیستلی مګر دا چې د الله حرمت به د پښو لاندې شو، نو د الله لپاره به یې غچ اخېسته».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

د ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه، هغه څه چې هغې یې یادونه وکړه دا دي چې هغه صلی الله علیه وسلم ته هیڅ کله د دوو چارو تر منځ د ټاکنې واک ندی ورکړل شوی، مګر دا چې هغه یې تر منځه (د امت لپاره) آسانه غوره کړې ده، خو چې اسانتیا یې د سرغړونې لامل نه کېده (که داسې به و) نو له هر چا به ترې هغه زیاته ډډه کوله، او هغه مهال به یې سخت غوره کاوه. نبي صلی الله علیه وسلم هېڅکله د خپل ځان لپاره د شخصي غچ اخیستونکی نه و، بلکې بخښنه به یې کوله او (له خپل شخصي حق نه به) تېرېده مګر دا چې د الله حدود به تر پښو لاندې کېدل، نو بیا به یې یوازې د الله لپاره غچ اخیست، او د هر چا په پرتله به د الله لپاره ډېر غوصه کېده.

فوائد الحديث

د آسانې لارې غوره کول مستحب دي، تر هغه چې ګناه نه وي.

د اسلام اسانتیا

د الله جل جلاله لپاره د غصه کېدو مشروعیت

د رسول الله صلی الله علیه وسلم زغم، صبر او د الله تعالی د حدودو په قائمولو کې په حق ټېنګ پاتې کېدل.

ابن حجر رحمه الله وويل: په (حدیث کې) دېته اشاره ده چې د سختۍ پر ځای باید اساني انتخاب شي او قناعت پرې وشي، او په هغه څه ټینګار نه کول چې اړتیا ورته نه وي.

د الله تعالی له حقونو پرته په نورو کې عفوې او بښنې ته هڅول.

التصنيفات

د رسول صلی الله عليه وسلم زړورتیا, د رسول صلی الله عليه وسلم زغم