?إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى رُخَصُهُ، كَمَا يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى عَزَائِمُهُ».…

?إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى رُخَصُهُ، كَمَا يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى عَزَائِمُهُ». «الله جل جلاله خوښ ګڼي چې له رخصتونو څخه یې ګټه واخیستل شي، لکه څرنګه چې له عزیمتونو څخه یې ګټه اخیستل کیږي

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى رُخَصُهُ، كَمَا يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى عَزَائِمُهُ». «الله جل جلاله خوښ ګڼي چې له رخصتونو څخه یې ګټه واخیستل شي، لکه څرنګه چې له عزیمتونو څخه یې ګټه اخیستل کیږي».

[صحيح] [ابن حبان روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: الله جل جلاله خوښوي چې له هغو رخصتونو څخه یې ګټه واخستل شي چې روا کړي یې دي لکه په احکامو او عباداتو کې تخفیف او د عذر پر مهال په مکلف باندې اسانتیا راوستل - لکه د لمانځه قصر او یا په سفر کې - د لمونځونو - جمع کول. لکه څرنګه چې خوښ ګڼي عزیمت یې پر ځای شي لکه واجب کارونه، ځکه په رخصت او عزیمت دواړو کې د الله تعالی حکم یو دی.

فوائد الحديث

د الله تعالی رحمت پر خپلو بنده ګانو او دا چې هغه پاک ذات خوښ ګڼي له هغو رخصتونو یې ګټه واخستل شي چې روا کړي یې دي.

د دې شریعت بشپړتیا، او له مسلمان څخه یې د سختۍ لرې کول.

التصنيفات

شرعي حکم, د شریعت موخې (مقصدونه)