إعدادات العرض
دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه
دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه
د عثمان بن ابی العاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې: هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله، زما او زما د لمانځه او زما د قرائت تر منځه شیطان مداخله وکړه تر څو یې راباندې ګډود کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ذَاكَ شَيْطَانٌ يُقَالُ لَهُ خِنْزَِبٌ، فَإِذَا أَحْسَسْتَهُ فَتَعَوَّذْ بِاللهِ مِنْهُ، وَاتْفُلْ عَلَى يَسَارِكَ ثَلَاثًا»، « دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه»، وایي: دا کار مې وکړ، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa Kiswahili ไทย অসমীয়া دری Кыргызча Lietuvių Kinyarwanda नेपाली తెలుగు Bosanski ಕನ್ನಡ Kurdî മലയാളം Oromoo Română Italiano Soomaali Shqip Српски Українська Wolof Moore Tagalog Malagasy தமிழ் Azərbaycan فارسی ქართული 中文 Magyarالشرح
عثمان بن ابي العاص رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله زما او زما د لمانځه تر منځه شیطان مانع ګرځېدلی دی، زه یې په لمانځه کې له خشوع او عاجزۍ څخه منع کړی یم، او قراءت یې راباندې ګډوډ کړی، او په لمانځه کې یې شکي کړی یم. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: دا هغه شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، که دا مو وموند او احساس مو کړ، نو الله تعالی دې ملاتړ وګرځوه، او په الله تعالی ترې پناه وغواړه او چپ لوري ته دې د لږو لاړو سره درې ځلې تو کړه، عثمان وویل: هغه څه مې وکړل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې راته امر کړی، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.فوائد الحديث
د عاجزۍ او په لمانځه کې د زړه د حضور اهمیت، او دا چې شیطان هڅه کوي لمونځ کوونکی ګډوډ کړي او په شک کې یې واچوي.
په لمانځه کې د شیطان د وسوسې پر مهال مستحب دي چې پناه ترې وغوښتل شي او چپ لوري ته درې ځلې تو کړای شي.
د صحابه کرامو د حالت بیان چې هغوی به د ستونزو پر مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رجوع کوله تر څو یې ورته حل کړي.
د صحابه کرامو د زړونو ویښتوب او دا چې هغوی د اخرت په اړه فکر کاوه.