سره زر په سره زر، سپين زر په سپين زر، غنم په غنم، وربشې په وربشو، (وچه) خرما په (وچې) خرما، او مالګه په مالګه، یو بل ته ورته (او) برابر، لاس په لاس (سود دی) خو کله چې دا…

سره زر په سره زر، سپين زر په سپين زر، غنم په غنم، وربشې په وربشو، (وچه) خرما په (وچې) خرما، او مالګه په مالګه، یو بل ته ورته (او) برابر، لاس په لاس (سود دی) خو کله چې دا ډولونه سره مختلف وي، نو څرنګه مو چې خوښه وي، خرڅلاو وکړئ، خو دا چې لاس په لاس (نغده معامله) وي

له عبادة بن صامت -رضي الله عنه- څخه روايت دی وايي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «سره زر په سره زر، سپين زر په سپين زر، غنم په غنم، وربشې په وربشو، (وچه) خرما په (وچې) خرما، او مالګه په مالګه، یو بل ته ورته (او) برابر، لاس په لاس (سود دی) خو کله چې دا ډولونه سره مختلف وي، نو څرنګه مو چې خوښه وي، خرڅلاو وکړئ، خو دا چې لاس په لاس (نغده معامله) وي».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله ﷺ په شپږو مشهورو ربوي ډولونو کې د صحيحې او مشروعې معاملې طريقه څرګنده کړې ده. دا شپږ توکي عبارت دي له: سره زر، سپين زر، غنم، وربشې، خرما او مالګه، نو کله چې معامله د يو ډول په يو ډول وي لکه: سره زر په سرو زرو، يا خرما په خرما نو رسول الله ﷺ ورته دوه شرطونه اېښودلي دي: لومړی: که چیرې شي موزون وي(تلل کیږي) لکه سره زر او سپین زر، نو باید په وزن کې سره برابر وي، او که مکیل وي (پېمانه کیږي) لکه غنم، وربشې، خرما او مالګه، نو باید په پیمانه کې سره برابر وي. دویم دا چې: پلورونکی باید بیه او پېرودونکی مال ترلاسه کړي او دا کار باید د پلور (معاملې) په مجلس کې وشي. نو که دا ډولونه یو له بله مختلف شول، لکه د سرو زرو پلور په سپینو زرو، یا د خرما پلور په غنمو، نو بيعه جواز لري، خو پدې شرط چې پلورونکی باید بیه او پېرودونکی مال (جنس) د معاملې په مجلس کې ترلاسه کړي؛ که نه، نو دا بيع باطله ده او پلورونکی او پېرودونکی دواړه په حرام سود (ربا) کې اخته شوي دي.

فوائد الحديث

د ربوي مالونو بیان او د هغو د پلور طریقې

د سود لرونکې پلور څخه منع.

کاغذي پیسې د سود (ربا) په علت کې د سرو زرو او سپینو زرو حکم لري.

د ربوي شپږو توکو پلور او پیرود درې حالتونه لري:

۱ - د ربوي توکي په خپل جنس کې پلورل، لکه سره زر په سرو زرو یا خرما په خرما، نو د دې لپاره دوه شرطونه ضروري دي:

په وزن او پیمانه کې برابروالی (تماثل) او د معاملې په مجلس کې لاس په لاس تبادله کول (تقابض).

۲ - چې ربوي توکی په بل ربوي توکي وپلورل شي او علت یې یو وي، لکه سره زر په سپینو زرو یا غنم په وربشو، نو په دې حالت کې یوازې د لاس په لاس تبادله شرط ده، نه د وزن یا پیمان برابروالی.

۳ - دا چې ربوي توکی په بل ربوي توکي وپلورل شي او علت یې مختلف وي، لکه سره زر په خرما، نو پدې حالت کې نه د لاس په لاس تبادله شرط ده او نه د وزن یا پیمانې برابروالی.

د غیر ربوي توکو پلور او پیرود، یا کله چې یو توکی ربوي وي او بل غیر ربوي، نو نه د لاس په لاس تبادله شرط ده او نه هم برابروالی، لکه جایداد په سرو زرو پلورل.

التصنيفات

سود