إعدادات العرض
إِذَا كَانَ الْمَاءُ قُلَّتَيْنِ لَمْ يَحْمِلِ الْخَبَثَ». «کله چې اوبه د دوه چاټیو (قلتینو) په اندازه وي نه ناپاکه کېږي
إِذَا كَانَ الْمَاءُ قُلَّتَيْنِ لَمْ يَحْمِلِ الْخَبَثَ». «کله چې اوبه د دوه چاټیو (قلتینو) په اندازه وي نه ناپاکه کېږي
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغو اوبو په اړه پوښتنه وشوه چې کورني او ځنګلي حیوانات ورته په پرلپسې توګه راځي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِذَا كَانَ الْمَاءُ قُلَّتَيْنِ لَمْ يَحْمِلِ الْخَبَثَ». «کله چې اوبه د دوه چاټیو (قلتینو) په اندازه وي نه ناپاکه کېږي».
[صحيح]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල Hausa Kurdî Português Nederlands অসমীয়া Kiswahili ગુજરાતી አማርኛ ไทย Română മലയാളം Deutschالشرح
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغو اوبو د پاکوالي په اړه پوښتنه وشوه چې کورني او وحشي حیوانات ترې څښاک کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې اوبه د دوه لویو چاټیو په اندازه وي چې د (۲۱۰) لیترو په اندازه کېږي، نو دا ډېرې اوبه دي او نه مردارېږي، مګر دا چې د نجاست له امله یې له درویو اوصافو څخه په یو کې بدلون راشي چې هغه رنګ، خوند او بوی دي.فوائد الحديث
اوبه هغه مهال ناپاکه ګرځي چې د ناپاکۍ له امله یې له دریو ځانګړنو څخه یوه بدله شي چې هغه: رنګ، خوند او یا بوی دی، حدیث کې دا مقدار لدې امله یاد شوی چې غالبا (خلک همدومره اوبه ذخیره کوي) او مطلب ترې د اوبو همدا اندازه نه ده.
د علماوو په دې اجماع ده چې که اوبه د نجاست له امله ناپاکې شي هغه بالکل نجسې دي، برابره خبره ده که هغه اوبه لږې وي او یا ډېرې.
التصنيفات
د اوبو احکام