إعدادات العرض
إِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ مَنَامِهِ فَلْيَسْتَنْثِرْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَبِيتُ عَلَى خَيَاشِيمِهِ».…
إِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ مَنَامِهِ فَلْيَسْتَنْثِرْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَبِيتُ عَلَى خَيَاشِيمِهِ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک له خوبه راپاڅېده، نو درې ځلې دې خپله پوزه کې اوبه واچوي او بېرته دې سوڼ کړي، ځکه چې شیطان یې په خیشوم (د پوزې پاس برخه کې) شپه تېره کړې ده
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ مَنَامِهِ فَلْيَسْتَنْثِرْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَبِيتُ عَلَى خَيَاشِيمِهِ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک له خوبه راپاڅېده، نو درې ځلې دې خپله پوزه کې اوبه واچوي او بېرته دې سوڼ کړي، ځکه چې شیطان یې په خیشوم (د پوزې پاس برخه کې) شپه تېره کړې ده».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt Hausa Kurdî Português සිංහල Nederlands অসমীয়া Kiswahili ગુજરાતી አማርኛ ไทย Română മലയാളം Deutsch Oromoo ქართული नेपाली Magyar Moore తెలుగుالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کوي چې څوک له خوبه راپاڅېږي نو باید چې درې ځلې خپله پوزه له وینځلو وروسته سوڼ کړي؛ ځکه چې شیطان یې په پوزه شپه تېره کړي وي.فوائد الحديث
هر هغه څوک چې له خوبه راپاڅېږي باید د پوزې په سوڼ کولو سره د شيطان اثرات له پوزې لرې کړي، او که چېرته یې اودس کاوه نو بیا خو د پوزې په سوڼ کولو زیات ټینګار شوی دی.
د پوزې د سوڼ کولو ګټه دا ده چې پوزې ته اوبه اچول او بېرته سوڼ کولو سره د پوزې دننه برخه پاکېږي او له اوبو سره ټوله ناپاکي راوځي.
د شپې د خوب یادونه د (یبیت) د لفظ له امله شوې ده، ځکه چې بیتوته د شپې په خوب کې کېږي، او په همدې خوب کې انسان ډوب او غرق ویده کېږي.
حدیث په دې دلیل دی چې شیطان د انسان سره اختلاط کوي، په داسې حال کې چې هغه پرې نه پوهېږي.
التصنيفات
د اوداسه طریقه