رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هر حالت کې الله جل جلاله یاداوه

رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هر حالت کې الله جل جلاله یاداوه

له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هر حالت کې الله جل جلاله یاداوه.

[صحيح] [بخاري د جزم په صيغه باندې معلق روايت کړی دی]

الشرح

د مؤمنانو مور عایشه رضي الله عنها خبر ورکوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی ذکر ته ډېر لیواله و او په هر وخت، ځای او حالت کې به یې د الله تعالی ذکر کاوه.

فوائد الحديث

د الله جل جلاله د ذکر لپاره له وړې او غټې بې اودسۍ څخه پاکوالی شرط ندی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوامداره توګه الله جل جلاله یاداوه.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د اقتدا له مخې په هر حالت کې د الله جل جلاله په ذکر ټینګار کول، پرته له هغو حالتونو چې ذکر کول پکې منع دي لکه د حاجت رفع کول.

التصنيفات

د قرآن کریم او مصحفونو حکمونه, د قرآن کریم او مصحفونو حکمونه