إعدادات العرض
دا عمل سنت دی چې، کله مؤذن د سهار په اذان کې "حي على الفلاح" ووایي، نو (ورپسې): الصَّلَاةُ خَيْرٌ مِنَ النَّوْمِ ووایي
دا عمل سنت دی چې، کله مؤذن د سهار په اذان کې "حي على الفلاح" ووایي، نو (ورپسې): الصَّلَاةُ خَيْرٌ مِنَ النَّوْمِ ووایي
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: دا عمل سنت دی چې، کله مؤذن د سهار په اذان کې "حي على الفلاح" ووایي، نو (ورپسې): الصَّلَاةُ خَيْرٌ مِنَ النَّوْمِ ووایي.
[صحيح دی] [ابن خزيمه، الدار قطني او البيهقي روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt Hausa Kurdî Magyar ქართული සිංහල Kiswahili Română অসমীয়া ไทย Português मराठी دری አማርኛ ភាសាខ្មែរ Nederlands ગુજરાતી Македонски ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
انس بن مالک رضي الله عنه وایي: هغه څه چې نبي صلی الله علیه وسلم په خپل سنت کې تایید کړي، دا دي چې کله مؤذن په ځانګړې توګه د سهار په اذان کې"حي على الفلاح" ووایي چې ورپسې: "الصلاة خير من النوم" ووایي.فوائد الحديث
د هغه وینا: (من السنة) یعنې د نبي صلی الله علیه وسلم سنت. د دې وینا حکم د مرفوع حدیث دی، یعنې هغه چې نسبت یې نبي صلی الله علیه وسلم ته شوی وي.
د سهار په اذان کې مؤذن ته مستحب دي چې د "حي على الفلاح" پسې دوه ځلې "الصلاة خير من النوم" ووايي؛ ځکه چې د سهار لمونځ په داسې وخت کې دی چې خلک عموماً ویده وي، او د لمانځه لپاره له خوبه راپاڅيږي، نو د سهار لمونځ پدې سره له نورو لمونځونو په ځانګړې توګه یاد شو.
التصنيفات
اذان او اقامت