إعدادات العرض
أُمِرْتُ أَنْ أَسْجُدَ عَلَى سَبْعَةِ أَعْظُمٍ
أُمِرْتُ أَنْ أَسْجُدَ عَلَى سَبْعَةِ أَعْظُمٍ
ابن عباس رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «أُمِرْتُ أَنْ أَسْجُدَ عَلَى سَبْعَةِ أَعْظُمٍ: عَلَى الْجَبْهَةِ وَأَشَارَ بِيَدِهِ عَلَى أَنْفِهِ، وَالْيَدَيْنِ، وَالرُّكْبَتَيْنِ، وَأَطْرَافِ الْقَدَمَيْنِ، وَلَا نَكْفِتَ الثِّيَابَ وَالشَّعَرَ». «ماته امر شوی چې په اوو اندامونو سجده وکړم: په تندي او په لاس سره یې خپلې، پوزې، دواړو لاسونو، دواړو زنګنونو، او د پښو څوکو ته اشاره وکړه، او دا چې جامې به نه راټولوو او ویښتان به نه غوټه کوو».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ ไทย Русский 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá සිංහල دری Кыргызча or Kinyarwanda नेपाली Malagasy Română Lietuvių Oromoo Nederlands Soomaali Српски Deutsch Українська ಕನ್ನಡ Wolof Moore ქართული Azərbaycan Magyar Македонскиالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې الله تعالی ورته د لمانځه پر مهال امر کړی چې د بدن له غړو څخه دې په اوو غړو سره سجده وکړي چې هغه عبارت دي له: لومړی: تندی: چې هغه د پوزې او دواړو سترګو د پاسه د مخ پورته برخه ده. او رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل لاس سره خپل مخ ته اشاره وکړه، تر څو واضحه کړي چې تندی او پوزه دواړه له اوو غړو څخه یو غړی دی، او پر دې د ټینګار لپاره چې سجده کوونکی به پوزه پر ځمکه لګوي. دویم او دریم غړی: دواړه لاسونه. څلورم او پنځم: دواړه زنګنونه. شپږم او اووم: د دواړو قدمونو ګوتې. او مونږ ته یې امر کړی چې د سجدې پر مهال به وېښتان نه غوټه کوو او یا دا چې خپل کالي به یو د بل د پاسه نه راټولوو، بلکې پرېږدو به یې تر دې چې پر ځمکه ولګیږي، نو د غړو سره به یو ځای سجده وکړي.فوائد الحديث
په لمانځه کې په اوو غړو سجده کول واجب دي.
په لمانځه کې د جامو او وېښتانو راټولولو او راغونډولو کراهیت.
پر لمونځ کوونکي واجب دي لدې ډاډ حاصل کړي چې په سجده کې یې اووه واړه غړي په ځمکه لګولي، او همداسې پاتې شي تر دې چې (په سجده کې) مشروع ذکر پر ځای کړي.
د وېښتانو غوټه کول یوازې د سړيو پورې خاص دي؛ ځکه چې ښځې ته په لمانځه کې په ځان پټولو امر شوی دی.
التصنيفات
د لمانځه طریقه