کله چې الله جل جلاله د قیامت په ورځ لومړني او وروستني خلک راټول کړي، نو د هر خائن او غدار لپاره به یو بیرغ پورته شي، نو وبه ویل شي چې: دا د فلاني د فلاني د زوی خیانت دی

کله چې الله جل جلاله د قیامت په ورځ لومړني او وروستني خلک راټول کړي، نو د هر خائن او غدار لپاره به یو بیرغ پورته شي، نو وبه ویل شي چې: دا د فلاني د فلاني د زوی خیانت دی

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې الله جل جلاله د قیامت په ورځ لومړني او وروستني خلک راټول کړي، نو د هر خائن او غدار لپاره به یو بیرغ پورته شي، نو وبه ویل شي چې: دا د فلاني د فلاني د زوی خیانت دی».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې کله الله تعالی د قیامت په ورځ لومړني او وروستي کسان د حساب کتاب لپاره راټول کړي، نو د هر هغه غدار لپاره به چې له الله تعالی یا خلکو سره یې کړې ژمنې نه وي پوره کړي، یوه نښه وټاکي چې له مخې یې خیانت په ډاګه کړي، او له مخې به یې غږ وشي چې: دا د فلاني د فلاني د زوی خیانت دی، څو یې بد د محشر خلکو ته په ډاګه شي.

فوائد الحديث

د خیانت حراموالی او دا چې خیانت له کبیره ګناهونو څخه یوه ده؛ ځکه یې په اړه سخت ګواښ راغلی دی.

هغه خیانت چې په اړه یې ګواښ راغلی دی هر هغه خیانت ته شاملیږي چې چا تاسو په وینې، عزت، راز یا پیسو امانتدار کړي وئ او تاسو ورسره خیانت کړی، او په امانت کې دې هغه د تمې خلاف عمل کړی دی.

قرطبي وايي: دې کې عربو ته خطاب دی چې د ځینو کړنو له امله به یې کولې؛ هغوی به د وفادارۍ لپاره سپین بیرغ او د خیانت لپاره تور بیرغ پورته کاوه، تر څو خیانت کوونکی ملامت کړي او غندنه یې وکړي، نو په حدیث کې د خیانت کوونکي سره هم د ورته عمل په څېر یو څه ښودنه شوې ده، څو یې د قیامت په ورځ د خپلو ځانګړتیاوو له امله مشهور شي او د محشر خلک یې ملامت کړي.

ابن حجر ویلي: پدې کې دېته هم اشاره ده چې د قیامت په ورځ به خلک د پلارانو په نومونو سره راوغوښتل کیږي لکه چې فرمایي: دا د فلاني؛ د فلاني د زوی خیانت دی.

التصنيفات

ناوړه أخلاق, د جهاد آداب