د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځینو غزاګانو کې یوه وژل شوې ښځه وموندل شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو او ماشومانو وژنه وغندله

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځینو غزاګانو کې یوه وژل شوې ښځه وموندل شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو او ماشومانو وژنه وغندله

له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځینو غزاګانو کې یوه وژل شوې ښځه وموندل شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو او ماشومانو وژنه وغندله.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوې غزا کې یوه ښځه ولېده چې وژل شوې وه، نو هغه د ښځو او تنکيو هلکانو وژل وغندل چې د بلوغ عمر ته نه وي رسېدلي.

فوائد الحديث

هغه ښځې، ماشومان او څوک چې د دوی په څېر دي لکه زاړه خلک او راهبان چې په جنګ کې برخه نه اخلي، نو هغوی نه وژل کیږي، تر دې چې د مسلمانانو پر وړاندې په جګړه کې مرسته ونه کړي او د نظر خاوندان نه وي، که چېرته وي نو بیا وژل کیږي.

د ښځو او ماشومانو د وژلو ممانعت؛ ځکه چې دوی له مسلمانانو سره جګړه نه کوي، حال دا چې د الله تعالی په لار کې د جهاد کولو موخه یوازې د جګړه کوونکو د ځواک ماتول دي؛ تر دې چې د حق بلنه ټولو خلکو ته ورسیږي.

په یرغلونو او جګړو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زړه سوی او مهرباني.

التصنيفات

د جهاد آداب