کله چې مسلمان یا مؤمن اودس وکړي؛ خپل مخ ووینځي، نو له مخ نه یې ټول هغه ګناهونه له اوبو سره وځي چې په سترګو یې کړي وي اویا د اوبو له وروستي څاڅکې سره-

کله چې مسلمان یا مؤمن اودس وکړي؛ خپل مخ ووینځي، نو له مخ نه یې ټول هغه ګناهونه له اوبو سره وځي چې په سترګو یې کړي وي اویا د اوبو له وروستي څاڅکې سره-

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «کله چې مسلمان یا مؤمن اودس وکړي؛ خپل مخ ووینځي، نو له مخ نه یې ټول هغه ګناهونه له اوبو سره وځي چې په سترګو یې کړي وي اویا د اوبو له وروستي څاڅکې سره-، نو کله چې لاسونه ووینځي، ټول هغه ګناهونه یې له لاسونو څخه له اوبوسره وځي چې د ده لاسونو تیری کړی وي- او یا د اوبو له وروستي څاڅکي سره - او کله چې پښې ووینځي، نو هره ګناه یې له اوبو سره وځي چې په پښو ېې تر سره کړي وي او یا د اوبو له وروستي څاڅکي سره، تر دې چې له ګناهونو سپېڅلی راووځي».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

نبي ﷺ څرګنده کړه چې کله مسلمان یا مؤمن اودس وکړي او خپل د اوداسه پر مهال ووینځي، نو له مخ نه یې ټول واړه ګناهونه چې په سترګو یې کړي وي له توی شويو اوبو اویا اخري څاڅکیسره وځي، اوکله چې لاسونه ووینځي، ټول واړ ګناهونه یې چې لاسونو کسب کړی وي له اوبو او یا له وروستي څاڅکی سره وځي، او کله چې پښې ووینځي، ټول واړه ګناهونه چې پښو سره یې کسب کړی د اوبو اویا له وروستي څاڅکي سره وځي، تر څو چې د اودس په اخر کې له وړو ګناهونو سپېڅلی راووځي.

فوائد الحديث

اوداسه ته د پاملرنې فضیلت او دا چې د ګناهونو د بښنې لامل ګرځي.

د نبي ﷺ طریقه دا ده چې خلک د اجر او ثواب په یادونې سره طاعاتو او عبادتونو ته هڅوي.

هر غړی د انسان له غړو څخه په ځینو ګناهونو کې ښکېل کېږي، نو هره ګناه د هر هغه غړي سره تړاو لري چې پرې تر سره شوی وي، نو له هر غړي څخه په توبې وېستلو سره وځي.

په اودس کې دوه ډوله پاکوالی دی: حسي پاکوالی چې د اودس د غړو د مینځلو پر مهال رامنځته کېږي، او معنوي پاکوالی چې د هغو ګناهونو څخه انسان پاکوي چې د بدن د غړو له لارې ترسره شوی وي.

التصنيفات

اودس, په اندامونو د عملونو فضیلت