إعدادات العرض
1- چا چې زما د دې اودس په څېر اودس وکړ، بیا یې دوه رکعته لمونځ وکړ، چې د خپل ځان سره پکې خبرې ونه کړي (له وسوسو ځان وساتي) ټول مخکني ګناهونه به یې وبخښل شي.
2- الله تعالی ستاسو څخه د هیچا لمونځ نه قبلوي کله چې بې اودسه شي تر څو چې - بېرته- اودس وکړي.
3- چا چې په ښه ډول اودس وکړ، ګناهونه یې له بدن څخه وځي.
4- پاکوالی نیم ایمان دی
5- ?إِذَا تَوَضَّأَ أَحَدُكُمْ فَلْيَجْعَلْ فِي أَنْفِهِ ثُمَّ لِيَنْثُرْ، وَمَنِ اسْتَجْمَرَ فَلْيُوتِرْ
6- او هغوی ته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس په څېر اودس وکړ
7- یو سړي اودس وکړ او په پښه کې یې د یو نوک په اندازه ځای (وچ) پرېښود، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید او ویې فرمایل: «ارْجِعْ فَأَحْسِنْ وُضُوءَكَ» «بېرته لاړ شه او سم اودس وکړه». نو وګرځېده او بېا یې لمونځ وکړ
8- رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر لمانځه ته اودس کاوه
9- رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې اودس وکړ چې هر غړی یې یو یو ځل ومینځه
10- رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه دوه ځلې اودس وکړ (یعنې هر غړی یې دوه دوه ځلې ووینځه)
11- ?إِذَا وَجَدَ أَحَدُكُمْ فِي بَطْنِهِ شَيْئًا، فَأَشْكَلَ عَلَيْهِ أَخَرَجَ مِنْهُ شَيْءٌ أَمْ لَا، فَلَا يَخْرُجَنَّ مِنَ الْمَسْجِدِ حَتَّى يَسْمَعَ صَوْتًا، أَوْ يَجِدَ رِيحًا». «کله چې ستاسو څخه یو څوک په خپلې ګېډه کې څه شی ومومي او په دې پوه نه شي چې ایا څه ترې ووتل که نه، نو تر هغه دې له جومات څخه نه وځي تر څو چې غږ واوري او یا باد بوي ومومي