إعدادات العرض
یو سړي اودس وکړ او په پښه کې یې د یو نوک په اندازه ځای (وچ) پرېښود، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید او ویې فرمایل: «ارْجِعْ فَأَحْسِنْ وُضُوءَكَ» «بېرته لاړ شه او…
یو سړي اودس وکړ او په پښه کې یې د یو نوک په اندازه ځای (وچ) پرېښود، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید او ویې فرمایل: «ارْجِعْ فَأَحْسِنْ وُضُوءَكَ» «بېرته لاړ شه او سم اودس وکړه». نو وګرځېده او بېا یې لمونځ وکړ
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي چې: عمر بن الخطاب رضی الله عنه راته وویل چې: یو سړي اودس وکړ او په پښه کې یې د یو نوک په اندازه ځای (وچ) پرېښود، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید او ویې فرمایل: «ارْجِعْ فَأَحْسِنْ وُضُوءَكَ» «بېرته لاړ شه او سم اودس وکړه». نو وګرځېده او بېا یې لمونځ وکړ.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt Kurdî Português සිංහල Svenska ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá ئۇيغۇرچە Hausa Kiswahili অসমীয়া دری Malagasy or Čeština नेपाली Oromoo Română Nederlands Soomaali తెలుగు Српски ไทย മലയാളം Kinyarwanda Кыргызча ಕನ್ನಡ Wolof Magyar ქართული Mooreالشرح
له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولید چې اودس یې پای ته ورساوه او په پښه کې یې د نوک په اندازه ځای پرېښی و چې اوبه ورته نه وې رسېدلې، نو پاتې شوي ځای ته په اشارې سره یې ورته وویل: بېرته لاړ شه او په ښه توګه اودس وکړه، بشپړ یې کړه او هر غړي ته یې په اندازه اوبه ورکړه. نو سړی وګرځېد، اودس یې بشپړ کړ او بیا یې لمونځ وکړ.فوائد الحديث
ناپوهه او غافل انسان ته لارښوونه او په ځانګړې توګه کله چې د ناروا عمل له امله عبادت فاسدیږي نو په نیکۍ امر کولو کې بیړه کول په کار دي.
د اودس ټولو غړو ته د اوبو رسول واجب دي او دا چې چا د غړي یوه برخه - که لږه هم وي - پرېښوده، نو اودس یې نه صحیح کیږي، او که زیات وخت پرې تېر شوی و نو بیا کول یې پرې لازم دي.
په سمه توګه د اودس کولو مشروعیت، داسې چې د شرعي احکامو سره سم بشپړ شي.
دواړه پښې د اودس له غړو څخه دي او مسح کول یې بسنه نه کوي، بلکې بايد ومينځل شي.
د اودس غړي باید سمدلاسه یو بل پسې ومینځل شي، داسې چې د مخکني غړي له وچېدو مخکې ورپسې نور غړي ومینځي.
ناپوهي او هېرېدل فرض نه ساقطوي، بلکې ګناه ساقطوي، ځکه دغه کس چې د خپلې ناپوهۍ له امله يې په سمه توګه اودس ونه کړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ترې واجب ساقط نه کړ چې هغه اودس دی، بلکه امر یې ورته وکړ چې بیا یې وکړي.
التصنيفات
د اوداسه رکنونه