چا چې زما د دې اودس په څېر اودس وکړ، بیا یې دوه رکعته لمونځ وکړ او له ځان سره یې پکې خبرې ونه کړې (یعنې له وسوسو یې ځان وژغوره) ټول مخکني ګناهونه به یې ورته وبخښل شي

چا چې زما د دې اودس په څېر اودس وکړ، بیا یې دوه رکعته لمونځ وکړ او له ځان سره یې پکې خبرې ونه کړې (یعنې له وسوسو یې ځان وژغوره) ټول مخکني ګناهونه به یې ورته وبخښل شي

له حمران - د عثمان بن عفان له ازاد شوي غلام - څخه روایت دی چې هغه عثمان ولیده چې د اودس لپاره یې اوبه راوغوښتې، نو له لوښي څخه یې په لاسونو اوبه راتوی کړې او درې ځلې یې ومینځل، بیا یې ښی لاس لوښي ته ښکته کړ، بیا یې خولې ته او پوزې ته اوبه واچولې او پوزه یې سوڼ کړه، بیا یې درې ځلې مخ پرې مینځه، او لاسونه یې تر څنګلو پورې درې ځلې ووینځلې، بیا یې په سر مسحه وکړه، بیا یې دواړه پښې درې ځلې ومینځلې، بیا یې وویل: پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - مې ولیده چې زما د اودس په څېر اودس یې کاوه او وییل یې: « چا چې زما د دې اودس په څېر اودس وکړ، بیا یې دوه رکعته لمونځ وکړ او له ځان سره یې پکې خبرې ونه کړې (یعنې له وسوسو یې ځان وژغوره) ټول مخکني ګناهونه به یې ورته وبخښل شي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

عثمان رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس کولو طریقه په عملي بڼه وښودله، د زيات وضاحت لپاره يې اوبه راوغوښتې، نو درې ځلې يې په لاسونو راتوی کړې، بيا يې خپل ښی لاس په لوښي کې ښکته کړ، اوبه يې ترې راواخيستې، خولې ته يې واچولې او په خوله کې تاوې راتاوې کړې، بيا يې راوویستلې، بیا یې اوبه پوزې ته دننه کش کړې، بیا یې سوڼ کړلې، بیا یې خپل مخ درې ځلې ووینځه، بیا یې د څنګلو په شمول لاسونه درې ځلې ووینځل، بیا یې خپل لوند لاس یو ځل په سر راښکود، بیا یې پښې له ښنګرو سره درې ځلې ووینځلې. بیا چې کله هغه رضي الله عنه له اودس څخه فارغ شو نو هغوی ته یې خبر ورکړ چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدلی دی چې د دې اودس په څېر اودس یې وکړ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته زیری ورکړی دی چې چا د هغه د اودس په څېر اودس وکړ او دوه رکعته لمونځ یې وکړ، په داسې حال کې چې د خپل رب په وړاندې له عاجزۍ او د زړه له حضور سره ودرید، نو الله تعالی به پدې بشپړ اودس او دې خالص لمونځ اجر وکړي، داسې چې ټول مخکني ګناهونه به یې وبخښي.

فوائد الحديث

د اودس په پیل کې لوښي ته له ښکته کولو مخکې د لاسونو وینځل مستحب دي، که څه هم چې له خوب څخه راپاڅیدلی نه وي، خو که چېرته له خوب څخه راپاڅېدلی و نو وینځل یې پرې واجب دي.

ښوونکی باید د زده کونکي د پوهولو لپاره نږدې لاره غوره کړي، او پدې کې عملي طریقه شامله ده.

لمونځ کوونکی باید د دنیوي کارونو اړوند ټول فکرونه له سر نه وباسي، ځکه د لمونځ پوره والی او بشپړتیا د زړه په حضور کې ده، کنه نو له فکرونو څخه ځان ژغورل ناشوني دي، نو باید چې د ځان په وړاندې مبارزه وکړي او په فکرونو کې ډوب لاړ نشي.

په اوداسه کې په ښي غړي پیلول مستحب دي.

د خولې او پوزې په وینځلو او بېرته سوڼ کولو کې د ترتیب مشروعیت.

د مخ، لاسونو او دواړو پښو درې ځلې وینځل مستحب او یو ځل وینځل یې واجب دي.

الله جل جلاله د دواړو کارونو په کولو سره مخکني ګناهونه بخښي؛ اودس، او دوه رکعته لمونځ په هغه طریقه چې په حدیث کې راغلې ده.

د اوداسه هر غړی ځانته حد لري، د مخ حد: په اوږدوالي د سر د ويښتانو له شنه کېدلو څخه د زنې تر لاندې برخې پورې او په پلنوالي له یو غوږ څخه تر بل غوږ پورې، او د لاس حد: د ګوتو له څوکو څخه تر څنګلو پورې یعنې هغه بند پورې چې د مټ او مړوند تر منځه دی، او د سر حد: د مخ د څنډو د وېښتانو له شنه کېدو څخه د ستونې تر پورته برخې پورې، او د غوږونو مسح کول له سر څخه دي، او د پښې حد: ټول قدم دی تر هغه بند پورې چې د پښې او د پنډۍ تر منځه دی.

التصنيفات

د اوداسه طریقه