إعدادات العرض
رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر لمانځه ته اودس کاوه
رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر لمانځه ته اودس کاوه
عمرو بن عامر له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت کوي فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر لمانځه ته اودس کاوه، ما وویل: تاسو به څنګه کول؟ هغه وویل: زمونږ څخه به یو تن تر هغه پورې په - یو اودس سره لمونځونه کول - تر څو به یې چې اودس مات شوی نه و.
[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી Yorùbá Nederlands اردو Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa తెలుగు Kiswahili অসমীয়া دری Кыргызча Lietuvių Kinyarwanda नेपाली മലയാളം Bosanski ಕನ್ನಡ Kurdî Oromoo Română Shqip Soomaali Српски Українська Wolof Moore Tagalog தமிழ் Azərbaycan فارسی ქართული 中文 Magyar Português Deutsch Македонски Русский bm አማርኛ Malagasyالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرض لمانځه لپاره اودس کاوه، اګر که اودس به یې مات شوی هم نه و؛ دا - کار به یې د - اجر او فضیلت د لاسته راوړلو په خاطر کاوه. په یوه اودس سره له یو فرض لمونځ څخه زیات لمونځونه کول روا دي، تر هغه وخته چې اودس ولري.فوائد الحديث
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر عمل داسې و چې د هر لمانځه لپاره به یې اودس کاوه؛ تر څو بشپړ -اجر تر لاسه کړي -.
د هر لمانځه لپاره اودس کول مستحب دي.
په یو اودس سره له یو څخه زیات لمونځونه کول روا دي.
التصنيفات
د اودس فضیلت