إعدادات العرض
او هغوی ته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس په څېر اودس وکړ
او هغوی ته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس په څېر اودس وکړ
د یحیی بن عماره المزني څخه روایت دی وایې چې: عمرو بن أبی حسن مې ولیده چې له عبد الله بن زید څخه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه د اوبو یو کنډول راوغوښت او هغوی ته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس په څېر اودس وکړ، نو د لوښي څخه یې په لاسونو اوبو را واړولې، نو درې ځلې یې خپل لاسونه ووینځل، بیا یې لاس په کنډول کې ښکته کړ، نو درې ځلې یې خوله ووینځله، او درې ځلې یې پوزې ته اوبه واچولې او بیا یې سوڼ کړه، بیا یې پکې لاس ښکته کړ نو خپل مخ یې درې ځلې ووینځه، بیا یې دوه ځلې لاسونه تر څنګلو پورې ووینځل، بیا یې لاس ورکوز کړ او خپل سر یې مسح کړ، مخته یې داړه لاسونه راکش کړل او بیا یې شاته بوتلل، بیا یې دواړه پښې تر ښنګرو ووېنځلې.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî Kiswahili සිංහල Tiếng Việt Svenska ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá অসমীয়া دری Кыргызча or Malagasy नेपाली Čeština Oromoo Română Nederlands Soomaali తెలుగు മലയാളം Lietuvių Српски ไทย Українська Kinyarwanda Shqip ಕನ್ನಡ Wolof Moore ქართული Magyarالشرح
عبد الله بن زید رضي الله عنه په فزیکي ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس طریقه بیان کړه. نو د اوبو یو وړوکی لوښی یې راوغوښت، د لاسو په وینځلو یې پیل وکړ، بیا یې لوښی راکوږ کړ او اوبه یې ترې راتوی کړې او لاسونه یې د لوښی نه د باندې درې ځلې ووینځل. بیا یې په لوښي کې لاس ښکته کړ، نو درې لپې یې ترې راډکې کړې او د هرې لپې سره به یې خوله او پوزه وینځله او بېرته به یې سوڼ کوله، بیا یې د لوښي څخه لپه راډکه کړه او خپل مخ یې پرې درې ځلې ووینځه. بیا یې ترې لپه راډکه کړه او دواړه لاسونه یې تر څنګلو پورې دوه دوه ځلې ووینځل. بیا یې لوښي ته لاس کوز کړ (لوند یې کړ) او په دواړو لاسونو سره یې سر مسح کړ، داسې چې د سر له پېل څخه یې مسح پيل کړه تر دې چې شاته ورسیده یعنې د ورمېږ تر پورته برخې پورې، بیا یې بېرته راواپس کړل تر دې چې هغه ځای ته راورسېده چې مسح یې ترې پېل کړې وه. بیا یې دواړه پښې له ښنګرو سره ووینځلې.فوائد الحديث
د ښوونکي چلند د پوهېدو او په ذهن کې د معلوماتو د پاتې کېدو لپاره تر ټولو نږدې وسیله ده، او پدې کې عملي ښوونه هم شامله ده.
د اودس په ځينو برخو کې درې ځلې او په ځینو نورو کې دوه ځلې د غړو وینځل جایز دي، خو یو ځل وینځل یې واجب دي.
د ادودس د غړو په وینځلو کې ترتیب واجب دی، لکه څرنګه چې په حدیث کې راغلي دي.
د مخ حد: د عادي ویښتو له کرښې څخه د ږیرې او زنې تر اوږدوالي پورې او په عرض د یو غوږ څخه تر بل غوږ پورې.
التصنيفات
د اوداسه طریقه