مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ خَرَجَتْ خَطَايَاهُ مِنْ جَسَدِهِ حَتَّى تَخْرُجَ مِنْ تَحْتِ أَظْفَارِهِ».…

مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ خَرَجَتْ خَطَايَاهُ مِنْ جَسَدِهِ حَتَّى تَخْرُجَ مِنْ تَحْتِ أَظْفَارِهِ». "څوک چې ښه اودس وکړي، نو ګناهونه يې له بدن څخه وځي، تر دې چې د نوکانو له لاندې برخې څخه یې هم وځي

له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ خَرَجَتْ خَطَايَاهُ مِنْ جَسَدِهِ حَتَّى تَخْرُجَ مِنْ تَحْتِ أَظْفَارِهِ». "څوک چې ښه اودس وکړي، نو ګناهونه يې له بدن څخه وځي، تر دې چې د نوکانو له لاندې برخې څخه یې هم وځي".

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک د اصولو او آدابو په نظر کې نیولو سره اودس وکړي نو دا د ګناهونو او خطاګانو د بخښلو لامل ګرځي «تر دې چې ګناهونه یې» د دواړو لاسونو او دواړو پښو د نوکانو له لاندې برخې څخه هم وځي.

فوائد الحديث

له سنتو او آدابو سره د اوداسه زده کړې ته هڅول او عمل پرې کول.

د اوداسه فضیلت، او دا چې (اودس) د وړو ګناهونو لپاره کفاره ده، او کوم چې لوی ګناهونه دي نو د هغوی لپاره توبه ضروري ده.

د ګناهونو د وتلو لپاره په بشپړه توګه د اودس کول شرط دی، چې پرته له نیمګړتیا څخه وشي؛ لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړی دی.

په دې حدیث کې د ګناهونو کفاره د لویو ګناهونو څخه د ځان ساتلو او ورڅخه توبې ویستلو پورې مقیده ده، الله تعالی فرمایلي: (إِنْ تَجْتَنِبُوا كَبَائِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ) [النساء:31]. یعنې: (كه چېرته تاسو له هغو غټو ګناهونو څخه ځان وساتئ، چې تاسو ترې منع شوې یاست (، نو) مونږ به له تاسو نه ستاسو (واړه) ګناهونه لرې كړو).

التصنيفات

د اودس فضیلت