کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له جنابت څخه غسل ​​کاوه نو، لاسونه یې ومینځل او لکه د لمانځه په څېر اودس یې وکړ، بیا یې غسل وکړ

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له جنابت څخه غسل ​​کاوه نو، لاسونه یې ومینځل او لکه د لمانځه په څېر اودس یې وکړ، بیا یې غسل وکړ

له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له جنابت څخه غسل ​​کاوه نو، لاسونه یې ومینځل او لکه د لمانځه په څېر اودس یې وکړ، بیا یې غسل وکړ، بیا یې ويښتانو کې ګوتې ننباسلې تر دې چې ډاډه شو چې لاندې پوستکی یې لوند شو بیا یې درې ځلې (مخ ته) اوبه واچولې، بیایې ټول ځان ووینځه او فرمایلي یې دي، ما او د الله رسول صلی الله علیه وسلم به له یو لوښي څخه لامبل، دواړو به ترې لپې را اخېستلې.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله غوښتل له جنابت څخه غسل وکړي نو د لاسونو پر وینځلو به یې پیل وکړ. بیا به یې داسې اودس وکړ لکه څنګه چې د لمانځه لپاره کېږي، بیا به یې وېښتان په لاسونو سره خلال کړل، تر دې چې ډاډمن به شو چې د وېښتانو بېخونه لانده شول او مخ ووینځل شو، بیا به یې په سر درې ځلې اوبه واړولې او د بدن پاتې برخه به یې ومینځله. او عایشې رضي الله عنها فرمایلي چې: ما او رسول الله صلی الله علیه وسلم به له یو لوښي څخه لامبل، دواړو به ترې لپې راډکولې.

فوائد الحديث

غسل په دوه ډوله دی: هغه چې غاړه پرې خلاصیږي او بشپړ غسل، کوم چې غاړه خلاصوونکی غسل دی نو هغه داسې دی چې انسان د طهارت نیت وکړي بیا د خولې او پوزې وینځلو په شمول په ټول بدن اوبه واړوي. او بشپړ غسل هغه دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د غسل په څېر غسل وکړي لکه څرنګه چې پدې حدیث کې بیان شوی دی.

د جنابت اطلاق په هغه چا کېږي چې مني ترې ووځي، یا دا چې کوروالی وکړي که څه هم مني ترې لاړ نه شي.

د ښځې او خاوند لپاره د یو بل شرمګاه ته کتل او له یو لوښي څخه غسل کول روا دي.

التصنيفات

غسل