?مَثَلُ القَائِمِ عَلَى حُدُودِ اللَّهِ وَالوَاقِعِ فِيهَا، كَمَثَلِ قَوْمٍ اسْتَهَمُوا عَلَى سَفِينَةٍ، فَأَصَابَ بَعْضُهُمْ أَعْلاَهَا وَبَعْضُهُمْ…

?مَثَلُ القَائِمِ عَلَى حُدُودِ اللَّهِ وَالوَاقِعِ فِيهَا، كَمَثَلِ قَوْمٍ اسْتَهَمُوا عَلَى سَفِينَةٍ، فَأَصَابَ بَعْضُهُمْ أَعْلاَهَا وَبَعْضُهُمْ أَسْفَلَهَا

له نعمان بن بشیر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَثَلُ القَائِمِ عَلَى حُدُودِ اللَّهِ وَالوَاقِعِ فِيهَا، كَمَثَلِ قَوْمٍ اسْتَهَمُوا عَلَى سَفِينَةٍ، فَأَصَابَ بَعْضُهُمْ أَعْلاَهَا وَبَعْضُهُمْ أَسْفَلَهَا، فَكَانَ الَّذِينَ فِي أَسْفَلِهَا إِذَا اسْتَقَوْا مِنَ المَاءِ مَرُّوا عَلَى مَنْ فَوْقَهُمْ، فَقَالُوا: لَوْ أَنَّا خَرَقْنَا فِي نَصِيبِنَا خَرْقًا وَلَمْ نُؤْذِ مَنْ فَوْقَنَا، فَإِنْ يَتْرُكُوهُمْ وَمَا أَرَادُوا هَلَكُوا جَمِيعًا، وَإِنْ أَخَذُوا عَلَى أَيْدِيهِمْ نَجَوْا، وَنَجَوْا جَمِيعًا». "د هغه چا مثال چې د الله جل جلاله له حدودو سره ودریږي او هغه څوک چې پکې ښکېل کیږي د هغه قوم په څېر دی چې په یوه کښتۍ کې قرعه اندازي وکړي، نو ځینو ته یې پورتنۍ برخه ورسیږي او ځینې نورو ته لاندینۍ برخه ورسیږي، نو هغه خلک چې په لاندې طبقه کې دي کله چې اوبو ته اړتیا پیدا کوي په پاسنیو خلکو تیریږي، نو (خپلو کې سره) ووایي: که چېرته موږ په خپله برخه کې سوری کړی وای نو پورته خلک به مو نه ازارول، نو که چېرته یې پریږدي چې هغه کار وکړي د کوم چې اراده لري نو ټول به هلاک شي، او که چېرته یې لاسنیوی وکړي ټول به وژغورل شي».

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغو کسانو مثال بیان کړی چې د الله تعالی له حدودو سره ودریږي (او نه ترې تېریږي)، چې هغوی د الله په امر ولاړ دي، په نيکۍ امر کوي او له بديو څخه منع کول کوي. او د هغه چا مثال چې د الله په حدودو کې ښکېل وي، نیکي نه کوي او منع شوي کارونه تر سره کوي، او د ټولنې په ژغورلو د دې کار اغېز، د داسې یو قوم په مثال دی چې کښتۍ ته پورته شي او پدې سره قرعه واچوي چې څوک پورته کښېني او څوک ښکته، نو ځینو ته پورته برخه ورسیږي او ځینو ته ښکته، نو هغه خلک چې لاندې وي کله چې اوبه راوړي په پورتنیو خلکو تیریږي، نو هغه کسان چې لاندې دي ووایي: که چېرته موږ په خپل ځای کې سوری کړی وای چې اوبه ترې وڅښو، نو پورته خلک به مو نه ازارولی، نو که چېرته یې پورتني خلک دې کار ته پریږدي، نو کښتۍ به په ټولو غرقه شي، او که چېرته یې لدې کار څخه منع کړي او پرې یې نه ږدي، نو دواړه ډلې به وژغورل شي.

فوائد الحديث

د ټولنې په ساتنه او ژغورنه کې په نیکۍ د امر او له بدیو څخه د منع کولو اهمیت.

د زده کړې یوه طریقه د مثالونو وړاندې کول دي، ترڅو معنی د یو روښانه انځور سره ذهن ته نږدې کړي.

په ډاګه د بدۍ کولو ضرر ټولو ته رسیږي کله چې ورڅخه هېڅوک منع کول نه کوي.

د ټولنې تباهي په دې کې ده چې بدان په ځمکه کې فساد کولو ته پرېښودل شي.

ناسم چلند او ښه نیت د عمل د سمونتیا لپاره بسنه نه کوي.

په اسلامي ټولنه کې مسؤلیتونه مشترک دي او یو ځانګړي فرد ته نه سپارل کیږي.

د خاصو په ګناه د عامو خلکو نیول که چېرته منع شوي نه وي.

بدي کوونکي خپل بد په داسې طریقه ښکاره کوي چې د ټولنې خلکو ته ښه ښکاره شي، لکه د منافقانو په څېر.

التصنيفات

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر فضیلت, د امر بالمعروف او نهی عن المنکر فضیلت