إعدادات العرض
«إِنَّمَا كَانَ يَكْفِيكَ أَنْ تَقُولَ بِيَدَيْكَ هَكَذَا» « بسنه کوي چې په لاسونو سره داسې وکړې» بیا یې په دواړو لاسونو یو ځل ځمکه ووهله، بیا يې ښي لاس په چپ لاس…
«إِنَّمَا كَانَ يَكْفِيكَ أَنْ تَقُولَ بِيَدَيْكَ هَكَذَا» « بسنه کوي چې په لاسونو سره داسې وکړې» بیا یې په دواړو لاسونو یو ځل ځمکه ووهله، بیا يې ښي لاس په چپ لاس راکش کړ او د لاسونو مخ او څټونه یې مسح کړل
له عمار بن یاسر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو کار پسې ولېږلم، هلته جنب شوم، اوبه مې ونه موندلې، نو په خاورو کې لکه د څاروي په څېر ورغړېدم، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم، او پدې اړه مې ورته یادونه وکړه، هغه راته وفرمایل: «إِنَّمَا كَانَ يَكْفِيكَ أَنْ تَقُولَ بِيَدَيْكَ هَكَذَا» « بسنه کوي چې په لاسونو سره داسې وکړې» بیا یې په دواړو لاسونو یو ځل ځمکه ووهله، بیا يې ښي لاس په چپ لاس راکش کړ او د لاسونو مخ او څټونه یې مسح کړل.
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî Kiswahili සිංහල Svenska ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá অসমীয়া دری Кыргызча or Malagasy नेपाली Čeština Oromoo Română Nederlands Soomaali తెలుగు മലയാളം Lietuvių Српски ไทย Kinyarwanda Shqip ಕನ್ನಡ Wolof Українська Moore ქართული Magyarالشرح
رسول الله صلى الله عليه وسلم عمار بن ياسر رضي الله عنه د خپلو ځينو حاجاتو لپاره په سفر ولېږه، نو هلته په کوروالي کولو او یا په شهوت سره مني وتلو باندې جنب شو، نو اوبه یې ونه موندلې چې غسل پرې وکړي، او له جنابت څخه د تیمم کولو په حکم نه پوهېده، بلکې یوازې له بې اودسۍ څخه یې په حکم پوهېده. نو اجتهاد یې وکړ او دا فکر یې وکړ چې لکه څرنګه د بدن ځينې برخې د اودس لپاره د ځمکې په خاورو سره مسح کيږي، نو له جنابت څخه په تیمم کې باید ټول بدن په خاورو ککړ شي؛ په اوبو یې قیاس وکړ، نو په خاورو کې ولوغړېده تر دې چې ټول ځان یې په خاورو کړ بیا یې لمونځ وکړ، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، پدې اړه یې ورته یادونه وکړه، تر څو پوه شي چې سم کار یې کړی که نه؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته له دواړو بې اودسیو؛ وړې او غټې لکه: تشې متیازې او یا جنابت څخه د پاکوالي طریقه وښوده: داسې چې په دواړو لاسونو سره به ځمکې ته یوه ضربه ورکړي، بیا به چپ لاس په ښي لاس راکش کړي او د دواړو لاسونو مخونه او څټونه به مسح کړي.فوائد الحديث
له تیمم څخه وړاندې د اوبو پسې پلټنه واجب ده.
د جنب انسان لپاره په هغه حالت کې تیمم روا دی چې اوبه ونه مومي.
د لویۍ بې اودسۍ لپاره تیمم داسې دی لکه د وړې بې اودسۍ لپاره.
التصنيفات
تيمم