?چا چې زموږ په دین کې نوي شیان را پیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي

?چا چې زموږ په دین کې نوي شیان را پیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «چا چې زموږ په دین کې نوي شیان را پیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې چا په دین کې کوم شی له ځانه جوړ کړ او یا یې داسې یو عمل وکړ چې له قرآن او سنت نه پرې دلیل نه وي، نو هغه یې په خاوند مردود دی او د الله جل جلاله ته د منلو وړ ندی.

فوائد الحديث

عبادتونه د هغه څه پر بنسټ دي چې په قرآن او سنتو کې بیان شوي دي، نو موږ د الله تعالی عبادت نه کوو پرته لدې چې هغه مشروع وي، نه په بدعتونو او نویو کارونو سره.

دین په رایه ندی او نه په خپل سر د یو کار په ښه ګڼلو، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پيروۍ دی.

دا حدیث د دین په بشپړتیا دلیل دی.

هر کار چې په دین کې نوی رامنځته شي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه وو په وخت کې نه وي بدعت بلل کیږي، هغه که عقیده، وینا او یا عمل وي.

دا حدیث د اسلام له بنسټونو څخه یو بنسټ دی، او د اعمالو لپاره د تلې په څېر دی، لکه څنګه چې هر هغه عمل چې د الله تعالی د خوښۍ لپاره نه وي د هغه د ترسره کوونکي لپاره هېڅ ثواب نلري، همداسې هر هغه عمل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت مطابق نه وي، نو هغه یې په ترسره کوونکې مردود دی.

له هغه نوښتونو (بدعتونو) نه منع راغلی دی چې په دیني چارو کې وي نه په دنیوي چارو کې.

التصنيفات

بدعت, بدعت