لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الكِتَابِ». «د هغه چا لمونځ صحیح ندی چې فاتحة الکتاب (الحمد لله ) یې نه وي لوستلي

لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الكِتَابِ». «د هغه چا لمونځ صحیح ندی چې فاتحة الکتاب (الحمد لله ) یې نه وي لوستلي

له عبادة بن صامت رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الكِتَابِ». «د هغه چا لمونځ صحیح ندی چې فاتحة الکتاب (الحمد لله ) یې نه وي لوستلي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډاګه کوي چې له سورة الفاتحة ویلو پرته لمونځ نه صحیح کیږي، هغه په هر رکعت کې د لمانځه رکن دی.

فوائد الحديث

د الفاتحة پر ځای د بل څه لوستل نه صحیح کیږي، په داسې حال کې چې فاتحة لوستلی شي.

هغه رکعت چې فاتحه پکې نه وي لوستل شوې باطل دی، هغه که په قصدي توګه وي، یا د ناپوهۍ له امله یا دا چې هېره یې شي، ځکه چې فاتحه رکن دی او رکن په مطلق ډول نه ساقطیږي.

فاتحه یوازې له مقتدي څخه هغه وخت ساقطیږي چې امام په رکوع کې لاندې کړي.

التصنيفات

د لمانځه رکنونه (ستنې، بنسټونه، پايې)