إعدادات العرض
مَنْ أَكَلَ طَعَامًا فَقَالَ: الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلاَ قُوَّةٍ، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ…
مَنْ أَكَلَ طَعَامًا فَقَالَ: الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلاَ قُوَّةٍ، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ». "څوک چې خواړه وخوري او ووايي: (الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلاَ قُوَّةٍ). هغه الله لره ستاینه ده چې ماته یې دا خواړه راکړل پرته له دې چې کوم حرکت، حیله او یا ځواک ولرم، نو ټول مخکني ګناهونه به یې وبخښل شي
له سهل بن معاذ بن انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ أَكَلَ طَعَامًا فَقَالَ: الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلاَ قُوَّةٍ، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ». "څوک چې خواړه وخوري او ووايي: (الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلاَ قُوَّةٍ). هغه الله لره ستاینه ده چې ماته یې دا خواړه راکړل پرته له دې چې کوم حرکت، حیله او یا ځواک ولرم، نو ټول مخکني ګناهونه به یې وبخښل شي".
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Português සිංහල አማርኛ অসমীয়া Kiswahili Tagalog Tiếng Việt ગુજરાતી Nederlands नेपाली മലയാളം Svenska ไทย Кыргызча Română Malagasy ಕನ್ನಡ Српски తెలుగు ქართული Mooreالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کوي چې څوک کوم خواړه وخوري نو د الله شکر دې ادا کړي، ځکه چې زه د الله تعالی له مرستې پرته د ډوډۍ راوړلو یا خوړلو توان نه لرم. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری ورکړ چې چا دا (دعا) وویله نو هغه د الله تعالی د بخښنې وړ دی، چې ټول مخکني واړه ګناهونه ورته وبخښي.فوائد الحديث
د خوړو په پای کې د الله تعالی ستاینه کول مستحب دي.
پر بنده ګانو د الله تعالی د لوی فضل او کرم بیان چې هغوی ته یې روزي ورکړه او د رزق اسباب یې ورته برابر کړل او د بدو اعمالو لپاره یې ورته کفاره وګرځول.
د بندګانو ټولې چارې د الله پاک له لوري دي، نه د هغوی په زور او قوت، او بنده ته امر شوی چې اسباب وکاروي.
التصنيفات
د ناڅاپه چارو د رامنځته کیدو اذکار