إعدادات العرض
څه حال دی د هغو خلکو چې داسې او داسې یې ویلي؟ خو زه لمونځ کوم او ویده کېږم، روژه نیسم او بوزه کیږم او له ښځو سره واده کوم، نو څوک چې زما له سنت (طریقې) نه مخ اړوي، هغه زما…
څه حال دی د هغو خلکو چې داسې او داسې یې ویلي؟ خو زه لمونځ کوم او ویده کېږم، روژه نیسم او بوزه کیږم او له ښځو سره واده کوم، نو څوک چې زما له سنت (طریقې) نه مخ اړوي، هغه زما له امت څخه نه دی
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې: د پېغمبر ﷺ د صحابه کرامو څخه څو تنو د هغه ﷺ له مېرمنو څخه د هغو عملونو په اړه پوښتنه وکړه چې هغه یې په پټه کوي؟ (کله چې خبر شول) نو ځینو یې وویل: "زه به له ښځو سره واده نه کوم"، او ځینو وویل: "زه به غوښه نه خورم"، او ځینو وویل: "زه به پر بستره کې نه ویده کېږم" (یعني همیشه به عبادت کوم)، نو پېغمبر ﷺ وفرمایل: «څه حال دی د هغو خلکو چې داسې او داسې یې ویلي؟ خو زه لمونځ کوم او ویده کېږم، روژه نیسم او بوزه کیږم او له ښځو سره واده کوم، نو څوک چې زما له سنت (طریقې) نه مخ اړوي، هغه زما له امت څخه نه دی».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Kurdî Português සිංහල Kiswahili অসমীয়া Tiếng Việt ગુજરાતી Nederlands Hausa മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ไทย Македонски తెలుగు मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasy Українська ភាសាខ្មែរ ಕನ್ನಡالشرح
د صحابه کرامو رضی الله عنهم یوې ډلې د پېغمبر ﷺ د مېرمنو کورونو ته ورغلل، څو د هغه ﷺ د پټ عبادت په اړه ترې پوښتنه وکړي چې هغه یې په خپل کور کې کوي؟ نو کله چې خبر شول داسې یې وګڼله لکه چې دا عبادت کم دی، نو ویې ویل: "موږ د نبي ﷺ سره څنګه ځان پرتله کولی شو؟ حال دا چې د هغه پخواني او راتلونکي ګناهونه بښل شوي دي، د هغه چا خلاف چې نه پوهیږي ګناهونه یې بښل شوي که نه، نو هغه ته پکار دي چې عبادت کې زیاته هڅه او مبالغه وکړي، پدې هېله چې بښنه ورته شي." ځینو یې وویل: زه له ښځو سره واده نه کوم. او ځینو یې وویل: زه غوښه نه خورم. او ځینو یې وویل: زه په بستره کې نه ویده کیږم. نو د دوی دا ویناوې نبي صلی الله علیه وسلم ته ورسیدې، نو د الله تعالی حمد او ستاینه یې ادا کړه او ویې ویل: د هغو خلکو څه حال دی چې داسې او داسې خبرې کوي؟! قسم په الله، زه له تاسو ټولو نه زیات د الله نه وېره لرم او تر ټولو ډېر پرهیزګاره یم، خو زه ویده کېږم تر څو د شپې لمانځه ته ځواکمن شم، او د دې لپاره بوزه کیږم، (یعنې هره ورځ پرلپسې روژې نه نیسم) تر څو د نورو روژو نیولو توان ومومم، او له ښځو سره واده کوم او یو ځای کیږم، نو څوک چې زما له طریقې مخ اړوي، او کمال په بلې لارې کې ویني، او د بل چا طریقه خپلوي نو هغه زما له امت څخه نه دی.فوائد الحديث
د خېر (نیکیو) سره د صحابهوو رضی الله عنهم مینه،
او نېکیو عملونو او د خپل نبي ﷺ څخه پیروۍ کولو ته یې لیوالتیا.
د نبي صلی الله علیه وسلم کړنو او لارښوونو ته په لیدو د دې شریعت نرمي او اسانتیا.
خېر او برکت د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې په اقتداء او د هغه ﷺ د مبارکو حالتونو په پیروۍ کې دی.
په عبادتونو کې له توان پورته پر ځان له سختۍ کولو څخه ممانعت او دا چې دا کار د بدعت له کړنو څخه شمېرل کېږي.
التصنيفات
نبوي لارښوونې