إعدادات العرض
جَاهِدُوا المشركين بأموالكم وأنفسكم وألسنتكم». "د مشرکانو سره په خپلو مالونو، خپلو ځانونو او خپلو ژبو سره جهاد وکړئ
جَاهِدُوا المشركين بأموالكم وأنفسكم وألسنتكم». "د مشرکانو سره په خپلو مالونو، خپلو ځانونو او خپلو ژبو سره جهاد وکړئ
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «جَاهِدُوا المشركين بأموالكم وأنفسكم وألسنتكم». "د مشرکانو سره په خپلو مالونو، خپلو ځانونو او خپلو ژبو سره جهاد وکړئ".
الترجمة
العربية Bosanski English فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو हिन्दी 中文 Kurdî Português Nederlands অসমীয়া Tiếng Việt ગુજરાતી Kiswahili አማርኛ සිංහල Hausa ไทย Tagalog മലയാളംالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د کفارو پر ضد د جهاد او له هرې ممکنې لارې د هغوی د مقابلې لپاره پر هلو ځلو امر کړی، تر څو د الله کلمه لوړه شي، او لدې څخه: لومړی: د هغوی پر وړاندې په جهاد پیسې لګول؛ لکه د وسلو پېرل، پر مجاهدینو لګښت او داسې نور. دویم: په روح، نفس او بدن د هغوی سره مخ کېدل او هغوی په شا کول. دريم: په ژبه یې دين ته رابلل او حجت پرې قایمول، د هغوی رټل او رد پرې کول.فوائد الحديث
د مشرکانو پر ضد په خپل نفس، مال او ژبې جهاد ته هڅول؛ هر یو د خپلې وسې سره سم، او دا جهاد یوازې په نفس د جګړې کولو پورې محدود نه دی.
په جهاد امر د وجوب لپاره دی، کله عیني او کله کفایي واجب ګرځي.
الله جل جلاله جهاد د ځینو چارو له امله ټاکلی لکه؛ لومړی: د شرک او مشرکانو په وړاندې مقاومت؛ ځکه چې الله تعالی هېڅکله شرک نه مني، دويم: الله تعالی ته د بلنې په لار کې د خنډونو لرې کول. دریم: له هر هغه څه نه د عقیدې ساتنه چې ضد یې دی. څلورم: د مسلمانانو؛ د هغوی د هېوادونو، ناموسونو او مالونو څخه ددفاع کولو په موخه.
التصنيفات
د جهاد حکم