إعدادات العرض
اې د الله رسوله! د سعد مور وفات شوې ده، نو کومه صدقه غوره ده؟، هغه وفرمایل: «اوبه»، وایي: نو څاه یې وکېندله، او ویې ویل: دا د سعد د مور ده
اې د الله رسوله! د سعد مور وفات شوې ده، نو کومه صدقه غوره ده؟، هغه وفرمایل: «اوبه»، وایي: نو څاه یې وکېندله، او ویې ویل: دا د سعد د مور ده
له سعد بن عباده رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: اې د الله رسوله! د سعد مور وفات شوې ده، نو کومه صدقه غوره ده؟، هغه وفرمایل: «اوبه»، وایي: نو څاه یې وکېندله، او ویې ویل: دا د سعد د مور ده.
الترجمة
العربية অসমীয়া Bahasa Indonesia Kiswahili Tagalog አማርኛ Tiếng Việt ગુજરાતી Nederlands සිංහල Hausa മലയാളം ไทย नेपाली Кыргызча English Malagasy Svenska Română Kurdî Bosanski فارسی తెలుగు ქართული Mooreالشرح
د سعد بن عبادة رضي الله عنه مور وفات شوه، نو له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه یې پوښتنه وکړه چې تر ټولو غوره صدقه کومه یوه ده چې د خپلې مور پسې یې وکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې تر ټولو غوره صدقه اوبه دي، نو څاه یې وکېندله او د خپل مور پسې ئې صدقه وګرځوله.فوائد الحديث
د دې خبرې بیان چې اوبه تر ټولو غوره صدقه ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم سعد ته لارښوونه وکړه چې اوبه خیرات کړي؛ ځکه چې ګټه یې په دیني او دنیوي چارو کې عامه ده، او د زیاتې ګرمۍ، اړتیا او د اوبو د کموالي له امله.
د دې خبرې ثبوت چې د صدقې اجر مړو ته رسېږي.
د سعد بن عبادة رضي الله عنه نیکي له خپلې مور سره.