إعدادات العرض
څوک چې زموږ په دې دیني امر (شریعت) کې نوښت رامنځته کړي چې له دې دین څخه نه وي، نو هغه (عمل) رد دی
څوک چې زموږ په دې دیني امر (شریعت) کې نوښت رامنځته کړي چې له دې دین څخه نه وي، نو هغه (عمل) رد دی
له أم المؤمنین أم عبد الله؛ عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې زموږ په دې دیني امر (شریعت) کې نوښت رامنځته کړي چې له دې دین څخه نه وي، نو هغه (عمل) رد دی». او د مسلم په روایت کې راځي چې: «څوک چې داسې عمل وکړي چې زموږ د امر (شریعت) مطابق نه وي، نو هغه (عمل) رد دی».
الترجمة
العربية Español አማርኛ English اردو Indonesia বাংলা Français Türkçe Русский Bosanski සිංහල हिन्दी 中文 فارسی Tiếng Việt Tagalog Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ ไทย Deutsch অসমীয়া Shqip Nederlands ગુજરાતી Кыргызча नेपाली Lietuvių دری Српски тоҷикӣ Kinyarwanda Română Magyar Čeština Moore Malagasy Oromoo ಕನ್ನಡ Wolof Azərbaycan O‘zbek Українська ქართული Македонски ភាសាខ្មែរ Bambara ਪੰਜਾਬੀ मराठी Kirundi Kurmancî Bahasa Melayuالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې چا په دین کې کوم شی له ځانه جوړ کړ او یا یې داسې یو عمل وکړ چې له قرآن او سنت نه پرې دلیل نه وي، نو هغه یې په خاوند مردود دی او الله جل جلاله ته د منلو وړ ندی.فوائد الحديث
عبادتونه د هغه څه پر بنسټ دي چې په قرآن او سنتو کې بیان شوي دي، نو موږ د الله تعالی عبادت نه کوو مګر په هغې طریقه چې هغه روا کړي وي، نه په بدعتونو او نویو کارونو سره.
دین په رایه ندی او نه په خپل سر د یو کار په ښه ګڼلو، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پيروۍ دی.
دا حدیث د دین په بشپړتیا دلیل دی.
هر کار چې په دین کې نوی رامنځته شي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه وو په وخت کې نه وي بدعت بلل کیږي، هغه که عقیده، وینا او یا عمل وي.
دا حدیث د اسلام له بنسټونو څخه یو بنسټ دی، او د اعمالو لپاره د تلې په څېر دی، لکه څنګه چې هر هغه عمل چې د الله تعالی د خوښۍ لپاره نه وي د هغه د ترسره کوونکي لپاره هېڅ ثواب نلري، همداسې هر هغه عمل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت مطابق نه وي، نو هغه یې په ترسره کوونکې مردود دی.
دا حدیث د نويو بدعتونو، اختراعاتو او رامنځته شويو منکراتو په ردولو کې یوه قاعده (اصل) دی.
له هغو نوښتونو (بدعتونو) نه منع راغلې ده چې په دیني چارو کې وي نه په دنیوي چارو کې.
