إعدادات العرض
الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهیږي چې خبر…
الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهیږي چې خبر يې اورېدلی وي
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهیږي چې خبر يې اورېدلی وي.
الترجمة
العربية Bosanski English فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी Español Hausa Kurdî Português සිංහල Kiswahili অসমীয়া Tiếng Việt ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ไทย Македонски తెలుగు मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ বাংলা Malagasy Українська Tagalog ភាសាខ្មែរ ಕನ್ನಡ Svenskaالشرح
نبي صلی الله علیه وسلم دعا وکړه چې الله تعالی دې هغه چا ته په دې دنیا کې ښایست، خوشحالي او ښکلا ورکړي، او په اخرت کې دې هغه چا ته د جنت ښایست، نعمتونه او تازه ګي ورسوي چې د هغه حدیث واوري، یاد یې کړي او نورو ته یې ورسوي. کېدای شي هغه څوک چې حدیث ورته رسول شوی وي، له اورېدونکي څخه ښه پوه او ځیرک وي، نو لومړی کس په حفظ او روایت کې مهارت لري، او دویم کس په پوهه او استنباط کې.فوائد الحديث
د نبوي سنت پر حفظولو او خلکو ته رسولو ټېنګار.
د اهل الحدیث فضیلت او د حدیث د زده کړې عزت.
د هغو علماوو د فضیلت بیان چې د استنباط او پوهې خاوندان دي.
د صحابه کرامو فضیلت؛ همدوی وو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه حدیثونه اوریدلي او موږ ته یې رارسولي دي.
المناوي ویلي: په دې سره یې څرګنده کړه چې د حدیث د راوي لپاره فقاهت (په حدیث پوهه) شرط نه دی، بلکې شرط یې حفظ دی؛ او فقيه ته په کار دي چې په حدیث ښه پوه شي او تدبر پکې وکړي.
ابن عیینه ویلي: داسې څوک نشته چې د حدیث زده کړه کوي، مگر دا چې د دې حدیث له امله به یې پر مخ کې ښایست (نضارت) ښکاري.
د محدثینو په نزد حفظ دوه ډوله دی: د زړه او سینې حفظ (یادښت)، او د کتاب او لیک حفظ (لیکلی یادښت)، او دواړه ډولونه د حدیث په دعا کې شامل دي.
د خلکو پوهې سره متفاوتې دي؛ نو کېدای شي یو چاته ته چې حدیث رسول شوی، هغه تر اورېدونکي ډېر پوه وي، او کېدای شي یو څوک د فقهې حامل وي، خو خپله فقیه نه وي.