مونږ د عمر رضی الله عنه سره وو، هغه وویل: موږ له تکلف څخه منع شوي یو

مونږ د عمر رضی الله عنه سره وو، هغه وویل: موږ له تکلف څخه منع شوي یو

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: مونږ د عمر رضی الله عنه سره وو، هغه وویل: موږ له تکلف څخه منع شوي یو.

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

عمر رضي الله عنه فرمايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی د هغه څه له راکړې ورکړې څخه منع کړي دي چې له اړتیا پرته د تکلیف سبب ګرځي، هغه که وینا وي او یا عمل.

فوائد الحديث

له هغه تکلف څخه چې حرام دی: ډېرې پوښتنې کول او یا دا چې هغه څه پسې تکلیف ویستل چې په اړه یې ورته پوهه نه وي او یا دا چې په داسې یو کار کې سختي وکړي چې الله جل جلاله اسانه کړی وي.

مسلمان ته په کار دي چې په خبرو او عمل کې له بخښني او سختۍ نه کولو سره ځان عادت کړي: په خوراک، څښاک، خبرو او ټولو حالاتو کې.

اسلام د آسانۍ دین دی.

التصنيفات

ناوړه أخلاق