?الغُسْلُ يَوْمَ الجُمُعَةِ وَاجِبٌ عَلَى كُلِّ مُحْتَلِمٍ، وَأَنْ يَسْتَنَّ، وَأَنْ يَمَسَّ طِيبًا إِنْ وَجَدَ».…

?الغُسْلُ يَوْمَ الجُمُعَةِ وَاجِبٌ عَلَى كُلِّ مُحْتَلِمٍ، وَأَنْ يَسْتَنَّ، وَأَنْ يَمَسَّ طِيبًا إِنْ وَجَدَ». «د جمعې په ورځ پر هر بالغ غسل کول واجب دي او باید چې مسواک ووهي، خوش بویي ولګوي که وموندل شي

له عمرو بن سلیم الانصاري رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه په ابو سعید شاهدي ورکوم چې هغه ویلي: زه په رسول الله صلی الله علیه وسلم شاهدي ورکوم چې هغه فرمایلي: «الغُسْلُ يَوْمَ الجُمُعَةِ وَاجِبٌ عَلَى كُلِّ مُحْتَلِمٍ، وَأَنْ يَسْتَنَّ، وَأَنْ يَمَسَّ طِيبًا إِنْ وَجَدَ». «د جمعې په ورځ پر هر بالغ غسل کول واجب دي او باید چې مسواک ووهي، خوش بویي ولګوي که وموندل شي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړې ده چې د جمعې په ورځ غسل کول لکه د یو واجب عمل په څېر پر هر بالغ مسلمان چې د جمعې لمونځ پرې فرض دی لازم دی. او دا چې په مسواک او یا بل څه سره خپل غاښونه پاک کړي. او دا چې یو ډول خوشبویي ولګوي.

فوائد الحديث

د جمعې په ورځ د هر بالغ مسلمان لپاره غسل کول په ټېنګه مستحب عمل دی.

پاکوالی او د بد بویۍ لرې کول د اسلامي شریعت له مخې د یو مسلمان لپاره اړین دي.

د جمعې د ورځې عظمت او د هغې لپاره تیاری نیول.

د جمعې په ورځ مسواک وهل ټینګ مستحب عمل دی.

د جمعې لمانځه ته له تللو وړاندې یو ډول خوشبویي لګول مستحب دي.

ښځه چې کله له کور څخه د لمانځه یا بل څه لپاره وځي نو خوشبویي لګول ورته روا ندي؛ ځکه په سنتو سره د دې کار حراموالی ثابت دی.

محتلم بالغ ته وایي او بلوغ په ځینو نښانو سره واقع کیږي چې په دریو نښانو کې ښځینه او نارینه سره ګډ دي. لومړۍ یې: د پنځلس کلنۍ عمر ته رسیدل، دویمه دا چې د شرمګاه خواوشا یې زیږ ویښتان راشنه شي، دریمه دا چې په خوب کې او یا شهوت سره ترې مني ووځي او څلورمه نښانه یې د ښځینه و لپاره ځانګړې ده چې هغه حېض دی، نو کله چې ښځه حېض شوه هغه بالغه ده.

التصنيفات

د جمعې د لمانځه احکام, د جمعې د لمانځه احکام