إعدادات العرض
اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې، پر تا مې ایمان راوړی، پر تا مې توکل کړی، تا ته مې رجوع کړې او ستا لپاره مې شخړه کړې، اې الله ! زه د ستا په عزت پناه غواړم چې ستا پرته بل…
اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې، پر تا مې ایمان راوړی، پر تا مې توکل کړی، تا ته مې رجوع کړې او ستا لپاره مې شخړه کړې، اې الله ! زه د ستا په عزت پناه غواړم چې ستا پرته بل معبود نشته - لدې ما ګمراه کړې، ته هغه ژوندی ذات یې چې هېڅکله نه مرې، حال دا چې پیریان او انسانان مري
د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ به ویل: اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې، پر تا مې ایمان راوړی، پر تا مې توکل کړی، تا ته مې رجوع کړې او ستا لپاره مې شخړه کړې، اې الله ! زه د ستا په عزت پناه غواړم چې ستا پرته بل معبود نشته - لدې ما ګمراه کړې، ته هغه ژوندی ذات یې چې هېڅکله نه مرې، حال دا چې پیریان او انسانان مري.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Tiếng Việt অসমীয়া Kiswahili Nederlands සිංහල ગુજરાતી Magyar ქართული Română Português ไทย తెలుగు मराठी دری አማርኛ Malagasy Македонски ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀالشرح
د پېغمبر ﷺ له دعاګانو څخه یوه دا وه چې ویل به یې: «اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې( او فرمان منونکی دې یم)، پر تا مې ایمان راوړی، باور لرم او اقرار کوم، پر تا مې توکل کړی؛ چارې مې درسپارلي او پرتا مې تکیه ده، او تاته مې رجوع کړې او درګرځیدلی یم او تاته ته مې مخ کړی ( ستا لپاره مې جګړه کړې او ستا له دښمنانو سره مې دعوې کړي دي) اې الله ! زه ستا په عزت، ځواک او غلبې پناه نیسم- پدې چې ستا پرته بل حق معبود یعنې د بندګۍ وړ ذات نشته - له دې چې ما له سمې لارې ګمراه کړې او لدې څخه راڅخه ناراضه شې، ( ته تلپاتې ژوندې ذات یې چې نه مرې او نه پناه کېږې، (حال دا چې انسانان او پيریان مري.فوائد الحديث
د هرې غوښتنې یا مسئلې له مطرح کولو وړاندې ستاینه جواز لري.
یوازې پر الله توکل او له هغه څخه د حفاظت غوښتنه واجب؛ ځکه هغه د کمال پر ځانګړتیاوو موصوف دی، یوازې هغه ذات دی چې توکل پرې کېږي او ټول مخلوقات بې وسه دي او پای یې په مړینې سره ده، ځکه نو پرې ملا نه شي تړل کېدلی.
په دعا کې د دې جامعو او مانعو کلمو په کارولو کې د رسول الله ﷺ پیروي کول د دې لپاره اړین دي چې دا کلمات د ریښتیني ایمان څرګندونه کوي او د یقین تر ټولو لوړه درجه ښيي.
السندي وایي: د «أنت الحي» مطلب دا دی چې ته هغه یواځینی ژوندی ذات یې چې باید پرې پناه وغوښتل شي، نه پر بل هیچا.