إعدادات العرض
اللهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وَبَيْنَ خَطَايَايَ كَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ
اللهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وَبَيْنَ خَطَايَايَ كَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله په لمانځه کې تکبیر ووایه نو له قراءت پیلولو وړاندې به یوه لحظه چپ پاتې شو، نو ما وویل: اې د الله رسوله ! زما پلار او مور دې له تا څخه قربان شي، د تکبیر او قراءت تر منځه د چوپتیا په اړه خبر راکړه، چې څه وایې؟ هغه وفرمایل: «زه وایم: اللهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وَبَيْنَ خَطَايَايَ كَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ، اللهُمَّ نَقِّنِي مِنْ خَطَايَايَ كَمَا يُنَقَّى الثَّوْبُ الْأَبْيَضُ مِنَ الدَّنَسِ، اللهُمَّ اغْسِلْنِي مِنْ خَطَايَايَ بِالثَّلْجِ وَالْمَاءِ وَالْبَرَدِ».اې الله زما او د ګناهونو تر منځه داسې لرې والی راوله لکه څرنګه دې چې ختیځ له لوېدیځ څخه لرې کړی دی، اې الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له خیرو څخه پاکیږي، اې الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره ومینځه.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî Kiswahili සිංහල دری অসমীয়া ไทย አማርኛ Svenska Yorùbá Кыргызча ગુજરાતી नेपाली Oromoo മലയാളം Română Nederlands Soomaali తెలుగు Kinyarwanda ಕನ್ನಡ Malagasy Српски Mooreالشرح
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه لپاره تکبیر وکړ، نو د فاتحې ویلو نه مخکې به یې یو لنډ ځنډ کاوه چې پدې کې به یې لمونځ په ځینو دعاګانو سره پرانیسته، او ځینې لدې دعاګانو څخه چې واردې دي د هغه دا وینا ده: «اللهم باعد بيني وبين خطاياي كما باعدت بين المشرق والمغرب، اللهم نقني من خطاياي، كما ينقى الثوب الأبيض من الدنس، اللهم اغسلني من خطاياي بالماء والثلج والبرد»، اې الله زما او زما د ګناهونو تر منځه داسې لرې والی راوله لکه څرنګه دې چې ختیځ له لوېدیځ څخه لرې کړی دی، اې الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له خیرو څخه پاکیږي، اې الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره ومینځه. له الله جل جلاله څخه غوښتنه کوي چې د هغه او ګناهونو تر منځه یې لرې والی راولي تر څو پکې واقع نه شي، داسې لرې والی چې هېڅکله یې تر منځه ملاقات ونه شي، لکه څنګه چې د ختيځ او لوېديځ تر منځ هېڅکله ملاقات نه کیږي، او که چېرته په ګناه کې واقع شو نو چې داسې یې ترې پاک کړي او ګناهونه ترې لرې کړي لکه څنګه چې له سپینې جامې څخه خیري لرې کیږي، او دا چې له ګناهونو یې پدې پاکیزه شیانو؛ اوبو، واورې او یخ سره پاک کړي، تر څو د ګناهونو لمبې او تودوخه سړه شي.فوائد الحديث
د استفتاح دعا په پټه لوستل، که څه هم لمونځ په جهري لمانځه کې وي.
صحابه کرام رضی الله عنهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حرکاتو او سکناتو کې د هغه د حال احوال معلومولو ته لیواله وو.
د استفتاح (سبحانک اللهم وبحمدک..) دعا په نورو بڼو هم راغلي دي، خو غوره دا ده چې سړی هغه الفاظ ووایي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي، نو کله دې یوه بڼه وایي او کله بله بڼه.
التصنيفات
د لمانځه اذکار