د عمربن الخطاب رضي الله عنه سره مې اختر راغی، هغه وویل: دا دوه ورځې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې روژه نیول منع کړي دي: یوه مو هغه ورځ چې د روژې پسې بوزه شوئ (د…

د عمربن الخطاب رضي الله عنه سره مې اختر راغی، هغه وویل: دا دوه ورځې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې روژه نیول منع کړي دي: یوه مو هغه ورځ چې د روژې پسې بوزه شوئ (د کوچني اختر ورځ) او بله ورځ چې له خپلو قربانیو څخه پکې خوراک کوئ (د لوی اختر ورځ)

له ابو عبید څخه روایت دی چې د ابن ازهر ازاد کړی شوی غلام دی وایې: د عمربن الخطاب رضي الله عنه سره مې اختر راغی، هغه وویل: دا دوه ورځې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې روژه نیول منع کړي دي: یوه مو هغه ورځ چې د روژې پسې بوزه شوئ (د کوچني اختر ورځ) او بله ورځ چې له خپلو قربانیو څخه پکې خوراک کوئ (د لوی اختر ورځ).

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د کوچني اختر او لوی اختر په ورځو کې له روژې نیولو منع کړې ده؛ کوچنی اختر د رمضان له میاشتې وروسته د بوزې ورځ ده، او د لوی اختر ورځ نو له قربانۍ څخه د خوراک ورځ ده.

فوائد الحديث

د کوچني اختر، لوی اختر او د تشریق په ورځو کې د روژې نیولو تحریم؛ ځکه چې د تشریق ورځې هم د قربانۍ د ورځې پسې دي، مګر هغه څوک چې قرباني نه لري نو کولی شي چې د تشریق ورځې روژه ونیسي.

ابن حجر ویلي: ویل کېږي چې: د دوه وو ورځو د یادونې ګټه دا ده چې پدې ورځو کې د بوزه کېدلو د وجوب لامل ته اشاره وشي چې هغه د روژې سره یو واټن رامنځته کول دي، او دا چې په بوزه کېدو سره یې بشپړېدل ښکاره شي، او بل د قربانۍ د هغې قربانۍ په خاطر چې الله تعالی ته پرې تقرب حاصلېږي، تر څو ترې خوراک وکړي.

خطیب ته په کار دي چې په خطبه کې د وخت اړوند احکام ذکر کړي او د مناسباتو پلټنه وکړي.

له قربانۍ څخه د خوړلو مشروعیت.

التصنيفات

هغه څه چې په روژه لرونکي حرام دي