که بني آدم د مال دوه ناوونه (یا درې) ولري، نو دریم به یې هم غوښتلی و

که بني آدم د مال دوه ناوونه (یا درې) ولري، نو دریم به یې هم غوښتلی و

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «که بني آدم د مال دوه ناوونه (یا درې) ولري، نو دریم به یې هم غوښتلی و، او د انسان ګېډه له خاورې پرته بل څه نه شي ډکولی، او الله تعالی چې چاته وغواړي نو د توبې توفیق ورکوي».

[صحيح دی] [متفق علیه دی]

الشرح

نبي ﷺ خبر ورکړی چې که بني آدم یو ناو (دره) له سرو زرو ډک ترلاسه کړي، نو د طبیعي حرص له امله به د دوو نورو هیله هم وکړي، او انسان د دنیا د حرص څخه تر مرګه نه خلاصېږي، مګر چې مړ شي او ګېډه یې د قبر له خاورو ډکه شي.

فوائد الحديث

مال او نورو دنیايي شتمنیو راټولولو ته د انسان شدیده لېوالتیا

نووي وایي: په حدیث کې د مال راټولو حرص او د زیاتوالي سره یې د مینې کولو بدوالی بیان شوی دی.

الله تعالی د هغه چا توبه قبلوی چې له ناوړه صفتونو توبه وباسي.

نووي وایي: دغه حدیث په دنیا کې د ډیری انسانانو د حرص عمومي حالت بیانوي، او د رسول ﷺ دا خبره یې تأییدوي چې فرمایي: «او الله هغه چاته بښنه کوي چې توبه وباسي.»

التصنيفات

ناوړه اخلاق, دنیا سره د محبت کولو بدي