مَنِ اغْتَسَلَ يَوْمَ الجُمُعَةِ غُسْلَ الجَنَابَةِ ثُمَّ رَاحَ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَدَنَةً

مَنِ اغْتَسَلَ يَوْمَ الجُمُعَةِ غُسْلَ الجَنَابَةِ ثُمَّ رَاحَ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَدَنَةً

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنِ اغْتَسَلَ يَوْمَ الجُمُعَةِ غُسْلَ الجَنَابَةِ ثُمَّ رَاحَ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَدَنَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّانِيَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَقَرَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّالِثَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ كَبْشًا أَقْرَنَ، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الرَّابِعَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ دَجَاجَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الخَامِسَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَيْضَةً، فَإِذَا خَرَجَ الإِمَامُ حَضَرَتِ المَلاَئِكَةُ يَسْتَمِعُونَ الذِّكْرَ». «څوک چې د جمعې په ورځ دجنابت غسل وکړي او ( په لومړي ساعت کې جومات ته) لاړ شي، نو داسې ده لکه یو اوښ چې قرباني کړي، او څوک چې په دویم ساعت کې لاړ شي، نو لکه یوه غوا چې قرباني کړي، او څوک چې په دریم ساعت کې لاړ شي لکه یو ښکرور پسه چې قرباني کړي او څوک چې په څلورم ساعت کې لاړ شي نو لکه یوه چرګه چې قرباني کړي، او څوک چې په پنځم ساعت کې لاړ شي نو لکه یوه هګۍ چې خیرات کړي، او کله چې امام (د خطبې لپاره) راووت ملايکې حاضرېږي او ذِکر ته غوږ نیسي)».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د جمعې لمانځه ته د وختي تللو فضیلت بیانوي، چې دا وختي تلل د لمر له راختلو څخه د امام تر راتګ پورې دی؛ او دا نږدې پنځه ساعتونه کیږي، چې د وخت سره سم وېشل کیږي؛ د لمر له راختلو څخه د امام تر راتګه او بیا د خطبې لپاره د منبر ختلو پورې: لومړی: څوک چې لکه د جنابت په څېر بشپړ غسل وکړي، بیا د جمعې جومات ته په لومړي ساعت کې لاړ شي، نو اجر یې دومره دی لکه یو اوښ چې خیرات کړي. دویم: څوک چې په دویم ساعت کې لاړ شي نو داسې ده لکه یوه غوا چې خیرات کړي. دریم: څوک چې په دریم ساعت کې لاړ شي، نو داسې ده لکه یو نر ښکرور پسه چې خیرات کړي. څلورم: څوک چې په څلورم ساعت کې لاړ شي نو داسې ده لکه یوه چرګه چې خیرات کړي. پنځم: څوک چې په پنځم ساعت کې لاړ شي نو داسې ده لکه یوه هګۍ چې خیرات کړي. خو کله چې امام د خطبې لپاره راووځي، ملايکې د هغه چا نومونه لیکل بس کړي چې یو د بل پسې جومات ته راځي، او خپله ذکر او خطبې ته غوږ ونیسي.

فوائد الحديث

د جمعې په ورځ غسل ته هڅوونه، او باید چې لمانځه ته له تللو وړاندې وي.

د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د جمعې لمانځه ته د وختي تللو فضیلت.

په نیکو عملونو ټېنګار او ورته هڅوونه.

د جمعې لمانځه ته د ملایکو حاضرېدل او خطبې ته غوږ نیول.

ملايکې د جوماتونو په دروازو کې کیني، او یو د بل پسې د جمعې لمانځه ته د راتلونکو نومونه لیکي.

ابن رجب فرمایي: دا وینا یې چې فرمایي: "من اغتسل يوم الجمعة، ثم راح" یعنې چا چې د جمعې په ورځ غسل وکړ او بیا لاړ، پدې دلیل دی چې د جمعې لپاره مستحب غسل دا دی چې د سهار د راختلو پر مهال وشي او ورستی وخت یې هغه مهال دی چې د جمعې لمانځه ته د تللو پر مهال ځي.

التصنيفات

د غسل، سنتونه او آداب, د جمعې لمونځ