أَذْهِبِ الْبَاسَ، رَبَّ النَّاسِ، وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا» یعنې: ناروغي او سختي لرې کړه، اې د خلکو…

أَذْهِبِ الْبَاسَ، رَبَّ النَّاسِ، وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا» یعنې: ناروغي او سختي لرې کړه، اې د خلکو ربه! شفا ورکړه، ته شفا ورکوونکی یې، ستا له شفا پرته بله شفا نشته، داسې شفا ورکړه چې هېڅ ناروغي پاتې نه شي

—د مؤمنانو له مور — عاېشې رضی الله عنها څخه روایت دی، هغې ویلي: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناروغ کس لیدو ته ورته، نو د هغه لپاره به یې دعا کوله، او ویل به یې: «أَذْهِبِ الْبَاسَ، رَبَّ النَّاسِ، وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا» یعنې: ناروغي او سختي لرې کړه، اې د خلکو ربه! شفا ورکړه، ته شفا ورکوونکی یې، ستا له شفا پرته بله شفا نشته، داسې شفا ورکړه چې هېڅ ناروغي پاتې نه شي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

کله به چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ناروغ کس لیدو ته ورته، نو وبه یې ویل: اې الله! (أذهب) بوځه او لرې کړه (البأس) ناروغي او د ناروغۍ سختي، (رب الناس) اې د خلکو ربه! د دوي خالق او روزونکیه؛ (واشف) شفا ورکړه، (أنت) ته پاک ذات یې، (الشافي) ته یوازینی شفا ورکوونکی یې؛ زه تاته ستا شفا ورکوونکی نوم وسیله کوم، (لا شفاء)؛ شفا نشته، (إلا شفاؤك) مګر ستا شفا او عافیت؛ (شفاء) هغه بشپړه شفا، (لا يغادر) چې نه پرېږدي، (سقمًا) هېڅ ډول ناروغي.

فوائد الحديث

شفا ورکوونکی یوازې الله عزوجل دی، خو ډاکټر او دوا دواړه سببونه دي، چې نه ګټه رسولی شي او نه زیان، مګر د الله په حکم.

د ناروغ پوښتنه (عیادت) د مسلمانانو ترمنځ له ذات البیني حقوقو څخه دي، او خپلوان پدې اړه ډېر حقدار دي.

ناروغ لیدو ته تلونکي ته هڅونه ده چې دا مبارکه روایت شوې دعا ووايي.

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه دا هم و چې د ناروغۍ پر مهال به یې د قرآن کریم او ښو دعاګانو په وسیله شرعي درملنه کوله، کله به چې ناروغ شو، نو خپله به یې ځان دم کاوه، او همداراز به یې خپله کورنۍ او نور مسلمانان هم دمول، کله به چې دوی ناروغان وو.

ابن حجر وایي:

دلته یوه ګنګ حالت دی چې ولې د ناروغ لپاره د شفا دعا وشي، حال دا چې ناروغي خو د ګناهونو کفاره ده او د ثواب سبب ګرځي، لکه څنګه چې پدې اړه ډیری حدیثونه راغلي دي، نو ځواب دا دی چې: دعا کول خپله عبادت دی، او دا له ثواب او کفارې سره تضاد نه لري؛ ځکه کفاره او ثواب د ناروغۍ له پیل سره او پرې د صبر له امله تر لاسه کېږي او دعا کوونکی د دوو ښېګڼو ترمنځ دی: یا خو به یې مقصد تر لاسه شي، یا دا چې بدله به ورکړل شي؛ یا په ګټې تر لاسه کولو او د ضرر مخنیوی، او دا هر یو د الله تعالی له فضل څخه دي.

التصنيفات

شرعي دم او دعا, د ناروغ د پوښتنې ادبونه