رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات سخي و او د نورو وختونو په پرتله به یې د رمضان په میاشت کې سخا ډېره زیاته وه کله به چې جبرایل علیه السلام ورسره مخ کېده

رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات سخي و او د نورو وختونو په پرتله به یې د رمضان په میاشت کې سخا ډېره زیاته وه کله به چې جبرایل علیه السلام ورسره مخ کېده

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات سخي و او د نورو وختونو په پرتله به یې د رمضان په میاشت کې سخا ډېره زیاته وه کله به چې جبرایل علیه السلام ورسره مخ کېده، او د رمضان د میاشتې په هره شپه کې به ورسره مخ کېده او قرآن به یې تکراره وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خېر په کارونو کې لکه د تېز باد په څېر په سخاوتمندۍ کې تېز و.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم په سخاوتمندۍ کې په انسانانو کې ستر انسان و، او د روژې په مياشت كې به یې سخا لا پسې زیاتېده، نو چاته به چې څومره ورکړه لازمه وه، همغومره سخا به یې ورسره کوله، د هغه د زیاتې سخاوتمندۍ لاملونه دوه څيزونه وو : لومړی: جبرائیل علیه السلام سره د هغه ملاقات. بله خبره: د قرآن کريم تکرار، چې هغه له یادو د قرآن کریم لوستل و. نو جبرائیل علیه السلام سره به یې ټول نازل شوی قرآن ګردان کاوه، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر سخي او د ډېرې ورکړې خاوند او ښګېڼه کوونکی و، او خلکو ته په خېر رسولو کې به لکه د هغه ښایسته باد په څېر تېز و چې الله تعالی یې د باران او رحمت لپاره رالیږي.

فوائد الحديث

د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سخاوتمندۍ او پراخه عزت بیان او په ځانګړې توګه د رمضان مياشت کې، ځکه یقینا دا د طاعتونو او د ښېګڼو د موسمونو میاشت ده.

په هر وخت کې سخاوتمندۍ ته هڅول، او د روژې په میاشت کې پکې زیاتوالی مطلوب دی.

د روژې په مبارکه میاشت کې د ورکړې، خېراتونو، نېکیو او د قرآن کریم زیات تلاوت کول.

د علم د ساتلو له اسبابو څخه یو دا دی چې له علماوو او شاګردانو سره تکرار شي.

التصنيفات

رمضان, د رسول صلی الله عليه وسلم سخاوت