رسول الله صلی الله علیه وسلم به له هر لمانځه وروسته دغه ذکر کاوه

رسول الله صلی الله علیه وسلم به له هر لمانځه وروسته دغه ذکر کاوه

له ابو الزبیر څخه روایت دی وایي: ابن زبیر به چې د هر لمانځه په پای کې سلام وګرځاوه نو (دا ذکر به یې ویل) «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، ‌وَلَا ‌نَعْبُدُ ‌إِلَّا إِيَّاهُ، لَهُ النِّعْمَةُ وَلَهُ الْفَضْلُ وَلَهُ الثَّنَاءُ الْحَسَنُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ» له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی او هېڅ شریک نه لري، هغه لره پادشاهي او ستاینه ده او هغه پر هر څه قادر دی، له الله پرته بل هېڅ حال بدلوونکی او ځواک نشته، له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، او مونږ له هغه پرته دبل هېچا عبادت نه کوو، هغه لره لورینې او هغه لره فضل دی، او د هغه لپاره ښه ستاینه ده، له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، (مونږ) هغه ته په عبادت کې اخلاص کوونکي یو، که څه هم کافران (زمونږ دا کړنه) بده مني او ويې ویل چې : « رسول الله صلی الله علیه وسلم به له هر لمانځه وروسته دغه ذکر کاوه».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرض لمانځه وروسته دغه ستر ذکر کاوه، چې معنا یې دا ده: "لا إله إلا الله": یعنې: له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته. "وحده لا شريك له" یعنې: هغه لره په الوهیت، ربوبیت، نومونو او صفتونو کې هېڅ شریک نشته. "له الملك" هغه لره پادشاهي ده" ؛ مطلقه، عامه، شامله او پراخه واکمني، چې د اسمانونو، ځمکې او څه چې د دوی تر مېنځه دي د ټولو واکمني هغه لره ده. "وله الحمد" هغه په مطلق کمال سره یاد شوی، په هر حال کې په بشپړ محبت او لویۍ سره په آسانتیا او سختۍ کې ستایل شوی. "وهو على كل شيء قدير" او هغه په هر څه قادر دی، ځواک یې بشپړ او هر اړخیز دی، هېڅ شی هغه لره عاجزولای نشي، او هېڅ کار د هغه لپاره ناشونی ندی. "لا حول ولا قوة إلا بالله" یعنې له یو حالت نه بل ته او د الله جل جلاله له اطاعت څخه نافرمانۍ ته اوړېدل نشته مګر د الله په توفیق سره؛ هغه ذات توفیق ورکوونکی او پر همغه توکل دی. "لا إله إلا الله، ولا نعبد إلا إياه": "له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او مونږ له هغه پرته د بل چا عبادت نه کوو" پدې کې د الوهیت پر معنا او د شرک په نفي ټینګار شوی او دا چې له هغه پرته بل څوک د عبادت مستحق ندی. "له النعمة وله الفضل": هغه لره لورینه او مهرباني ده، دی هغه ذات دی چې نعمتونه پيدا کوي او لري یې او له خپلو بندګانو څخه یې چې چاته وغواړي هغه ته یې ورکوي. "وله الثناء الحسن": د هغه لپاره ښایسته ستاینه ده؛ د هغه په صفتونو، افعالو، نعمتونو او هر حال باندې. "لا إله إلا الله، مخلصين له الدين": "نشته دی لایق د عبادت مګر یو الله دی (مونږ هغه ته په عبادت کې اخلاص کوونکي یو)": یعنې په یووالي کې هغه ته اخلاص کوونکي یو، نه ځان ښودنه کوو او نه د الله تعالی په پيروي کې ځان مشهوروو. "ولو كره الكافرون"، "که څه هم کافران له دې څخه کرکه لري" یعني: د الله جل جلاله په وحدانیت او د هغه په ​​عبادت کې ثابت قدمه یو، که څه هم کافران دا بده ګڼي.

فوائد الحديث

د هر فرض لمانځه نه وروسته دا ذکر کول مستحب دی.

مسلمان په خپل دين وياړي او د عباداتو ښودنه یې کوي، که څه هم کافر ترې کرکه کوي.

کله چې په حدیث کې د "دُبر الصلاة" کلمه راشي، یعنې د لمانځه په پای کې: نو که په حدیث کې له کوم ذکر څخه یادونه شوي وي، نو اصل دا دی چې هغه به له لمانځه څخه وروسته وي او که چېرته دعا وي نو هغه به په لمانځه کې له سلام ګرځولو څخه مخکې وي.

التصنيفات

د لمانځه اذکار