إعدادات العرض
څوک چې د ناروغ پوښتنې ته ورغی او دا دعا یې پرې اووه ځلې وویله: أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ، یعنې د لوی الله نه؛ چې د لوی رب…
څوک چې د ناروغ پوښتنې ته ورغی او دا دعا یې پرې اووه ځلې وویله: أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ، یعنې د لوی الله نه؛ چې د لوی رب څښتن دی سوال کوم چې تا روغ کړي) مګر دا چې الله به یې روغ کړي خو چې نېټه یې پوره شوي نه وي
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: څوک چې د ناروغ پوښتنې ته ورغی او دا دعا یې پرې اووه ځلې وویله: أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ، یعنې د لوی الله نه؛ چې د لوی رب څښتن دی سوال کوم چې تا روغ کړي) مګر دا چې الله به یې روغ کړي خو چې نېټه یې پوره شوي نه وي.
[صحيح]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी සිංහල Hausa Kurdî Português Kiswahili অসমীয়া Tiếng Việt ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ไทย Македонски తెలుగు मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasy Українська ភាសាខ្មែរ ಕನ್ನಡ Svenskaالشرح
نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هیڅ مسلمان د بل ناروغ مسلمان پوښتنې ته نه ورځي چې اجل یې پوره شوی نه وي او دا دعا پرې نه وایي - چې (أسأل الله العظيم) د هغه الله نه سوال کوم چې په ذات، صفاتو او افعالو کې لوی دی(رب العرش العظيم أن يشفيك) د لوی عرش خاوند دی چې تا روغ کړي، او اووه ځلې یې پرې وویله - مګر دا چې الله به یې له هغه مرض نه ورغوي.فوائد الحديث
پدې دعا سره ناروغ ته دعا کول او اووه ځلې یې تکرارول.
د الله تعالی په اذن د هغه چا رغېدنه حتمي ده چې دا دعا پرې وویل شي، خو چې له صدق او خېر غوښتنې له مخې وي.
دا دعا به پټه او ښکاره وایي، ځکه هره بڼه یې جایز ده، خو چې ناروغ ته یې ور واوروي غوره او افضله ده، ځکه پدې سره خوشحالیږي.
التصنيفات
شرعي دم او دعا