د هر ډول وحشي ځناور (له خوړلو) څخه منع فرمایلي دي چې داړې ولري، او د هر ډول الوتونکې مرغۍ څخه چې پنجې ولري

د هر ډول وحشي ځناور (له خوړلو) څخه منع فرمایلي دي چې داړې ولري، او د هر ډول الوتونکې مرغۍ څخه چې پنجې ولري

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم: د هر ډول وحشي ځناور (له خوړلو) څخه منع فرمایلي دي چې داړې ولري، او د هر ډول الوتونکې مرغۍ څخه چې پنجې ولري.

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر هغه وحشي حیوان خوړل منع کړي دي چې په داړو ښکار کوي، او د هر هغه الوتونکي مرغه څخه چې په پنجو ښکار او څیرې کول کوي.

فوائد الحديث

اسلام په خوراک، څښاک او داسې نورو شیانو کې په پاکیزه شیانو ټینګار کوي.

په خوراکي توکو کې اصل دا دی چې ټول حلال دي، پرته له هغو چې په حراموالي یې دلیل شتون ولري.

التصنيفات

هغه چې له څارویو او مرغانو څخه حلال او یا حرام دي