إعدادات العرض
لاَ تَسُبُّوا أَصْحَابِي، فَلَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا مَا بَلَغَ مُدَّ أَحَدِهِمْ، وَلاَ نَصِيفَهُ».…
لاَ تَسُبُّوا أَصْحَابِي، فَلَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا مَا بَلَغَ مُدَّ أَحَدِهِمْ، وَلاَ نَصِيفَهُ». "زما اصحابو ته کنځلې مه کوئ، ځکه که ستاسو څخه یو څوک د احد (د غره) په اندازه سره زر خیرات کړي، نو هغه د یوې یا نیمې لپې په اندازه صدقې ته به ونه رسیږي
له ابو سعید الخدری رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لاَ تَسُبُّوا أَصْحَابِي، فَلَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا مَا بَلَغَ مُدَّ أَحَدِهِمْ، وَلاَ نَصِيفَهُ». "زما اصحابو ته کنځلې مه کوئ، ځکه که ستاسو څخه یو څوک د احد (د غره) په اندازه سره زر خیرات کړي، نو هغه د یوې یا نیمې لپې په اندازه صدقې ته به ونه رسیږي".
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية Bosanski English فارسی Français Русский 中文 हिन्दी Bahasa Indonesia اردو Hausa Kurdî Português অসমীয়া Kiswahili Tagalog አማርኛ ગુજરાતી Tiếng Việt Nederlands සිංහල नेपाली ไทย മലയാളം Кыргызча Malagasyالشرح
رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابه کرامو او په تېره بيا مخکښو مهاجرينو او انصارو ته له کنځلو کولو منعه کړې ده؛ او فرمایلي یې دي چې که یو څوک د احد د غره په اندازه سره زر خیرات کړي نو په ثواب کې به د صحابه کرامو د یوې یا نیمې لپې خیرات ته هم ونه رسیږي، د لپې څخه مراد د برابر سړي دواړه لاسونه دي چې (سره یو ځای یې کړي او) ډک یې کړي؛ دا د هغوی د زیات اخلاص، پاکو نیتونو او په خیرات کولو کې د مخکښۍ او جګړې له امله او دا چې هغوی د مکې له فتحې څخه وړاندې په سختو شیبو کې وو او خپله یې اړتیا زیاته وه.فوائد الحديث
صحابه کرامو رضي الله عنهم ته کنځلې کول حرام او د لویو ګناهونو څخه دي.