إعدادات العرض
کله چې په تاسو کې یو څوک مجلس ته لاړ شي نو په خلکو دې سلام واچوي او کله چې غواړي ترې لاړ شي نو بیا دې هم پرې سلام واچوي، ځکه لومړی سلام د وروستي سلام په اړه کوم ځانګړی…
کله چې په تاسو کې یو څوک مجلس ته لاړ شي نو په خلکو دې سلام واچوي او کله چې غواړي ترې لاړ شي نو بیا دې هم پرې سلام واچوي، ځکه لومړی سلام د وروستي سلام په اړه کوم ځانګړی لومړیتوب نه لري
له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "کله چې په تاسو کې یو څوک مجلس ته لاړ شي نو په خلکو دې سلام واچوي او کله چې غواړي ترې لاړ شي نو بیا دې هم پرې سلام واچوي، ځکه لومړی سلام د وروستي سلام په اړه کوم ځانګړی لومړیتوب نه لري".
[حسن] [رواه أبو داود والترمذي والنسائي في الكبرى وأحمد]
الترجمة
العربية Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Tiếng Việt Nederlands Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ বাংলা Македонски తెలుగు Tagalog Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه کړې چې څوک یو مجلس ته لاړ شي، نو پر هغوی دې سلام واچوي، او کله چې غواړي له هغه ځایه بیرته ولاړ شي، نو په سلام سره دې خدای په اماني وکړي، ځکه د راتلو پر مهال لومړی سلام د خدای په امانۍ پر مهال په دویم سلام کوم لومړیتوب نه لري.فوائد الحديث
د سلام پر دودولو ټېنګار.
د مجلس پر خلکو د راتګ او تګ په حالتونو کې په سلام اچولو ټېنګار.
سندي ویلي: د هغه دا وینا (وإذا أراد أن يقوم) یعنې کله چې غواړي له مجلس څخه پاڅیږي، (فليس الأول بأحق) یعنې دواړه سلامونه ریښتیني سنت دي چې باید عمل پرې وشي، نو کله چې لومړی ثابت شو د دویم د پرېښودلو لپاره کومه ځانګړې وجه نه تر سترګو کیږي.
التصنيفات
د سلام او اجازې غوښتلو ادبونه