کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کاوه نو خپل لاسونه به یې - له بغلونو دومره - ازاد کړل چې د تخرګونو سپینوالی به یې ښکاره شو

کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کاوه نو خپل لاسونه به یې - له بغلونو دومره - ازاد کړل چې د تخرګونو سپینوالی به یې ښکاره شو

له عبدالله بن مالک بن بحینة رضی الله عنه څخه روایت دی چې: کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کاوه نو خپل لاسونه به یې - له بغلونو دومره - ازاد کړل چې د تخرګونو سپینوالی به یې ښکاره شو.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم سجده کوله نو د سجدې پر مهال به یې لاسونه سره ازاد کړل؛ نو هر لاس به یې له خپل بغل څخه جلا کړ، تر دې چې د تخرګونو د پوستکي رنګ به یې ښکاره شو. دا لکه د وزرونو په څېر له تشو څخه د څنګلو په لرې والي کې مبالغه ده.

فوائد الحديث

دا حالت په سجده کې مستحب دی چې خپل بازوګان له بغلونو څخه لرې کړي.

د کوم مقتدي په خوا کې چې لمونځ کوونکي ته د لاسونو په آزادولو ضرر رسیږي، نو دا کار ورته جایز نه دی.

په سجده کې له تشو نه د لاسونو جلا کول حکمتونه او ډېرې ګټې لري، چې له جملې څخه یې: لمانځه ته هڅونه او لیوالتیا ده او دا چې څوک په ټولو اندامونو سجده وکړي نو هر غړي ته له عبادت څخه خپل حق ورکړل شي. او ویل شوي چې: په دې کې حکمت دا دی چې دا کار عاجزۍ ته ورته دی او پدې کې په ځمکه د تندي او پوزې لګول تر ټولو ډېر اغیزمن دي، او د دې لپاره چې هر غړی جدا جدا شي.

التصنيفات

په لمانځه کې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه